د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1528586
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د خبرترک ورځپاڼې « د ولسمشر اردوغان لخوا په شمالي قبرس ترک جمهوریت کې مهم پیغامونه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون د شمالي قبرس ترک جمهوریت د تاسیس د ۳۷ مې کلیزې په مراسمو کې ګډون وکړ.

ولسمشر اردوغان د شمالي قبرس ترک جمهوریت د سیاسي وضعیت په اړه په خپلو څرګندونو کې وویل چې په قبرس کې په ۱۹۶۳ میلادي کال کې د وسلې په زور او په ۱۹۷۴ کال کال کې د کودتا سره په کامله توګه له منځه تللی شراکت د قبرس د سویلي برخې سره له سره تاسیس ناممکنه دی.

د سټار ورځپاڼې « تاتار: هیڅوک باید زمونږ نه د ترکیې سره د اړیکو د پرې کولو تمه ونکړي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د شمالي قبرس ترک جمهوریت ولسمشر ایرسین تاتار تیره ورځ د شمالي قبرس ترک جمهوریت د تاسیس د ۳۷ مې کلیزې په مراسمو کې وویل چې شمالي قبرس ترک جمهوریت په قبرس او نړۍ کې د سولې په توګه د نمونه د مثال په توګه د خپلو حقونو او حاکمیت نه چا ته د امتیاز ورکولو نه پرته هر ډول لازمو ګامونو اوچتولو ته تیار دی. هغه وویل خو هیڅوک باید زمونږ نه د ترکیې سره د اړیکو پرې کول غوښتنه ونکړي. هغه وویل مونږ پدې ډیر ښه پوهیږو چې ننۍ نقطې ته څه ډول رارسیدلي یو.

د حریت ورځپاڼې « د کرونا ویروس د واکسین د جوړونکي پروفیسور شاهین لخوا د نوي ډول کرونا ویروس په ړاه مهمې څرګندونې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په نړۍ کې د لومړي ځل لپاره د کرونا ویروس واکسین جوړونکي د بیو ان تک د شرکت بڼسټګر پروفیسور اوغور شاهین د کرونا ویروس د روان وضعیت په اړه وویل چې دا واکسین به په سږني ژمي کې انفکشین کچه راټیټه نکړي. سږني ژمي کې به  د کرونا ویروس د مخنیوي په برخه کې ډیره مهمه اغیزه ونکړي خو که چیرې هر شی د پلان په مطابق سم لاړ شي دا واکسین به د روان ژمي په پای کې د کرونا ویروس اغیزې ماتې کړي. تر اوړي پورې به ډیر کوم مهم پرمختګ ونشي  خو د اوړي په میاشتو کې به کچه په ډیره قوي توګه راټیټه شي. زمونږ واکسین به ددې سره ډیره مرسته وکړي. هغه وویل چې تر ټولو مهمه خبره د راتلونکي پسرلي او یا د راتلونکي مني نه مخکې نړۍ لویې برخې ته واکسین رسول او تطبیقول. یعنې انشاالله چې  راتلونکې کال د مني نه مخکې لویه برخې ته واکسین ورسو. یعنې سږنی نه بلکې د راتلوونکی ژمی به نورمال وي.

د ینې شفق ورځپاڼې « ترکیې د فوټبال ملي لوبډلې روسیې ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د فوټبال الف ملي لوبډلې تیره شپه د اویفا د ملي لیګ د سیالیو په چوکاټ کې د روسیې د ملي لوبډلې سره سیالي وکړه. سیالي ۳ د ۲ په مقابل کې د ترکیې په ګټه پایته ورسیده. ترکیې ۳۶ کاله وروسته روسیې ته ماتې ورکړه.

د صباح ورځپاڼې « لوئیس هامیلتن په استانبول کې اتلولي وګټله » د سر لیک لاندې لیکلي دي، د فورمولا یو موټر ځغلونې د اتلولیو د ۱۴ مرحلې ترکیه ګراند پریکس په سیالیو کې انګلیس موټر ځغلوونکي لوئیس هامیلتن قهرماني وګټله. د ویلو ده چې هغه د اوم ځل لپاره د نړۍ اتلولي وګټله . پدې ډول يي د نړۍ د نامتو موټر ځغلوونکي مایکل شوماخر ریکارډ مات کړ.



اړوند خبرونه