د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1526607
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د حریت ورځپانې « د ولسمشر اردوغان مهمې څرګندونې » د سرلیک لاندې لیکلی دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ په ملي شورا کې د خپل ګوند اونیزې غونډې ته په وینا کې د اذربایجان او ارمنستان ترمنځه د لاسلیک شوي اوربند تړون په اړه وویل چې " ترکیه به ددې تړون د تطبیق د څار او کنټرول لپاره په جوړیدونکې مرکز کې د روسیې سره ګډه  دنده ترسره کړي. د ترکیې او روسیې سوله ساتې ځواکونه به په ګډه دا ماموریت پر مخ بوځي. هغه وویل چې د اوربند د تطبیق د څار او کنټرول لپاره جوړیدونکي د ترکیې او روسیې ګډ مرکز په اړه هوکړه لیک نن سهار لاسلیک شو.

د خبرترک ورځپاڼې « د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت لخوا د مایک پمپیو د څرګندونو په اړه ډیر سخت غبرګون » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو لخوا ترکیې ته د خپل سفر په اړه د کړو څرګندونو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود. د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپور شوي بیان کې د مایک پمپیو د څرګندونو په اړه چې ویلي وو ترکیې ته د خپل سفر په ترڅ کې به د فنر روم  اورتادوکس د کلیسا د اسقف اعظم  سره به د ترکیې او سیمې د دیني مسئلو په اړه خبرې وکړي په غبرګون کې ویلي دي، امریکا باید د هر څه نه مخکې آینه کې خپل ځان وګوري. په خپل هیواد کې د تبعیض، اسلام دښمنۍ او کرکۍ په څیر جرایمو او بشري حقونو نه ښکاره سرغړونو په اړه يي لږ حساسیت وښايي.

د صباح ورځپاڼې « د انګلیس رسنیو له پلوه د قره باغ ستر بری : د جګړې اصلي ګټوونکی ترکیه دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د انګلستان د ټیلیګراف، ټایمز او ګاردین ورځپاڼو په قره باغ کې د اذربایجان  د ستر بري په اړه ډیرې مهمې تبصرې کړې دي. انګلیس رسنیو رسنیو د اذربایجان او ارمنستان ترمنځه د شوي تړون په اړه ویلي دي ، د قره باغ د جګړې اصلي ګټوونکی ترکیه دی. انقرې مهم او اغیزناک رول په سیمه کې د هرې ورځې په تیریدو سره لا پسې قوي او غښتلی کیږي. لویدیځ د هرې ورځې په تیریدو سره لا خپل ارزښت د لاسه ورکوي.

د ینې شفق ورځپاڼې « وزیر دونمز: قانوني د انرژۍ پلټنو کښتۍ په توره بحیره کې  د پلټون فعالیت پيلوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر فاتح دونمز وویل چې د ترکیې د انرژۍ د پلټون کښتۍ قانوني د مدرنیزه چارو نه وروسته د مارسین ولایت د تاش اوجو د بندر نه د خپل نوي دندې د ادرس پر لورې حرکت وکړ. هغه وویل چې قانوني کښتۍ به د ۲۰۲۱ کال په لومړنیو میاشتو کې په توره بحیره کې د انرژۍ په پلټون پیل وکړي.

د سټار ورځپاڼې « د جولای د ۱۵ مې د شهیدانو په پل کې د فورمولا یو او ترکیې لپاره نوی پيل » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د فورمولا یو د سیالۍ د ۱۴ م پړاو فورمولا یو ډي ایچ ایل ترکش ګراند ۲۰۲۰ نه مخکې د استانبول د معرفي لپاره د فلم د ډکولو نه مخکې پرون د استانبول د جولای ۲۰ د شهیدانو پل د ټرافیک پر مخ وتړل شو.

د فورمولا یو د سیالیو د ریډ بال ریسنګ مشهور موټر ځغلوونکی الکساندر البون د خپل موټر سره د پل نه تیر شو. پدې ډول يي د اسیا د لویې وچې نه د اروپا لویې وچې ته په تیریدو سره د دوو لویو وچو ترمنځه موټر وځغلو.



اړوند خبرونه