د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1525934
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د خبرترک ورځپاڼې « د ولسمشر اردوغان مهمې څرګندونې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون په پلازمینه انقره کې د بیش تپې د ملت کانګرې او کولتور په مرکز کې د اتاترک د کولتور ژبې او تاریخ عالي ادارې لخوا جوړو شوو د مصطفی کمال اتاترک د ۸۲ یم تلین او یادښت مراسمو ته وینا وکړه. ولسمشر اردوغان دلته د اقتصادي پرمختګونو په اړه هم مهمې څرګندونې وکړې. هغه وویل چې سل کاله  مخکې  ترکیه د جمهوریت بڼسټګر مصطفی کمال اتاترک له برکته کاپیتولاسیون د لوی سرخوږي نه ژغورل شوې وه  چې نن ورځ مونږ بیا د مدرن کاپیتولاسیون پر خلاف مبارزه کوو. ولسمشر اردوغان وویل لکه څرنګه چې تر ننه پورې مو هیواد یو زیات شمیر اهدافو ته رسولی دی انشاالله چې د ۲۰۲۳ کال کې  اقتصادي هدف ته به هم ورسیږو. هیواد به د نړۍ تر ټولو په لسو سترو اقتصادونو کې شامل کړو.

زه پوره باور لرم چې دا به مصطفی کمال اتاترک ته تر ټولو ستره تحفه او ډالۍ وي.

د حریت ورځپاڼې « وزیر چاوش اوغلو: پاشینیان بالاخره ماتې منلو ته مجبور شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو پرون  د قیرغیزستان د بهرنیو چارو وزیر روسلان قزاقبایوف سره د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري غونډه کې د اذربایجان او ارمنستان ترمنځه د اوربند په اړه څرګندونې وکړې. هغه وویل هر ځل اوربند د ارمنستان لخوا مات شو چې بالاخره دې هیواد ددې سرغړونو بیه ډیره ستره پرې کړه. پرون د ۳ هیوادونو لخوا په ګډه د اوربند تړون لاسلیک شو. اوس دلته ددې اوربند د کنټرول او څار مسئله ډیره مهمه ده.

د وطن ورځپاڼې « د ولسمشرۍ د ویاند قالن لخوا د اذربایجان پيغام » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ابراهیم قالن د اذربایجان او ارمنستان ترمنځه د لاسلیک شوي اوربند تړون په اړه د تویټر پاڼې له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې ، قره باغ اوس ازاد شو. قره باغ د اذربایجان دی او تر ابده به وي. ترکیه به ددینه وروسته هم په ډګر کې او هم د مذاکراتو په میز کې د اذربایجان نه قوي ملاتړ ته دوام ورکړي.

د صباح ورځپاڼې « د دفاع وزیر اکار لخوا د اذربایجان په اړه څرګندونې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار د اذربایجان او ارمنستان ترمنځه د لاسلیک شوي اوربند تړون په اړه وویل چې د شاوخوا ۳۰ کلونو راهیسې د اشغال لاندې د خپلې خاورې د ازادولو او د ارمنستان د باربار بریدونو د مخنیوي په برخه کې په ترسره کړې حق مبارزه کې د ستر بري ترلاسه کولو له امله ورور او دوست هیواد اذربایجان او ترک ورونو ته مبارکي وایو. د لاسلیک شوي اوربند تړون د شرایطو د پر ځای کولو، اشغال لاندې ټولې سیمې اذربایجان ته د سپارولو ، په سیمه کې د سولې او ثبات د رامنځته کولو په خاطر د اذربایجان نه به خپل قوي ملاتړ ته دوام ورکړو.

د ستار ورځپاڼې « د ترکیې نه چین ته  د غوښې صادرات » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د کرنۍ او ځنګلونو وزیر بکر پاک دیمیر وویل چې د نړۍ تر ټولو ستر صادرونکي چین د ترکیې نه د غوښې او چرګانو په وارداتو پيل کړی دی. هغه وویل چې ترکیې د لومړي ځل لپاره چین ته د چرګانو او سرې غوښې په صادراتو پيل کړی دی.



اړوند خبرونه