د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1525147
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د صباح ورځپاڼې « ولسمشر اردوغان : په نږدې راتلوونکې کې به انشاالله چې په ختيځه مدیترانه کې د انرژۍ د پلټون  د چارو نه یو ښه زیری ترلاسه کړو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ د سفیرانو دولسم کنفرانس ته په وینا کې په توره بحیره کې د موندل شوو ۴۰۵ میلیارده متر معکب ګازو د زیرمو د موندولو ته په اشارې سره وویل ، انشاالله چې په نږدې راتلوونکې کې به په ختيځه مدیترانه کې د روانو پلټنو نه هم یو ښه خبر ترلاسه کړو.

د حریت ورځپاڼې « د بهرنیو چارو وزیر چاوش اوغلو : ځايي او ملي بهرنی سیاست مو غوره کړی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وویل چې د ترک ملت متشبث روح او باوجدانه او عدالت کولتور ته په بهرني سیاست کې انعکاس ورکوو . هم په ډګر او هم د مذاکراتو په میز قوي ، ځايي او ملي بهرنی سیاست مو غوره کړی دی.

د ینې شفق ورځپاڼې « پاشینیان ماتې ومنله او ارمنستان په قره باغ کې تسلیم شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان په قره باغ کې د اوربند په خاطر د اذربایجان او روسیې د ولسمشرانو سره د ګډ هوکړه لیک د لاسلیکولو نه خبر ورکړ. هغه وویل چې دا مسئله د هغه او ارمنستان د خلکو لپاره تر وروستۍ درجې دردناکه ده. د ویلو ده چې ارمنستان به د کل بیجر، اغدام او لاچین نه وروسته د ټول قره باغ سیمې نه خپل ځواکونه وباسي. د بله پلوه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل چې د ارمنستان او اذربایجان ترمنځه د تیرې شپې د ۱۲ بجو نه په اعتبار سره اوربند پيل شوی دی. د اذربایجان ولسمشر الهام علي یف ددې تړون نه د ارمنستان د ماتې او د اذربایجان د ستر ظفر په توګه یادونه وکړه. هغه وویل چې ارمنستان لومړي وزیر پاشینیان دا تړون په خپله خوښه نه بلکې د اذربایجان د اوسپنیز سوک په زور لاسلیک کړ.

د وطن ورځپاڼې « دا به په نړۍ کې دریم بند وي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ارتوین په ولایت کې د یوسف علي د برښنا بند په ترکیه کې لومړی او په نړۍ کې دریم تر ټولو لوړ بند دی. ددې بند ډیری چارې پایته رسیدلي دي.

د سټار ورځپاڼې « په سویډن کې د کال د افتخار جایزه میلک ور الیف جان ته ورکړل شوه» د سرلیک لاندې لیکلي دي، په سویډن کې د لولیا نړۍوال تخنیک پوهنتون د کال د افتخار چایزه د ترکیې روانشناسې میلک نور الیف جان ته ورکړه.

د ویلو ده چې میلک نور چې په ۲۰۱۹ کال کې د روانشناسۍ په برخه کې تخصص ترلاسه کړی دی د کرونا ویروس د اوبا ناورغۍ د رامنځته کیدو نه وروسته په قرنطین کې نیول شوو په سلګونو تنو زړو انسانانو ته په وړیا ته تداوي کړې او د هغوې سره يي مرسته کړې ده . د همدې امله هغه ددې جایزې لایق د وګڼل شوه.



اړوند خبرونه