د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1500650
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي


د وطن ورځپاڼې ( د ولسمشر اردوغان لخوا د اروپايي ټولنې مشرانو ته لیک) د سرلیک لاندې  لیکلي دي ، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان اروپايي ټولنې ټولو اداراتو مشرانو او غړیو هیوادونو مشرانو ته جلا جلا لیکونه استولي دي. ولسمشر اردوغان پدې لیک کې  ختیځې مدیترانې په اړه د ترکیې دریځ  او د سیاستونو هدفونه بیان کړي او ددې خبرې په ټینګار يي ویلي دي چې د ختیځې مدیترانې د ستونزې حل زمونږ د هر یو مسئولیت دی. همداشان ولسمشر اردوغان پدې لیک کې د ختيځې مدیترانې د ستونزې  د حل په خاطر د ترکیې وړاندیز هم وړاندې کړی دی.
د حریت ورځپاڼې ( وزیر چاوش اوغلو : د اذربایجان هرې غوښتنې نه به سمدلاسه ځواب ووایه ) د سرلیک لاندې لیکلي دي،  د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو تیره ورځ د ارمنستان لخوا  د اذربایجان په خاوره د پيل کړو بریدونو په اړه د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې. هغه ددې خبرې په ټینګار وویل که چیرې اذربایجان غواړي چې د جګړې په ډګر کې د قره باغ ستونزه حل کړي  ترکیه ترینه پوره ملاتړ کوي او ترڅنګ يي ولاړه ده. د اذربایجان د غوښتنې په صورت کې هر ډول مرستې ته چمتو یو خو داسې ښکاري چې اذربایجان د قوي ظرفیت خاوند هیواد دی.
د صباح ورځپاڼې ( ترکیې ملي دفاع وزارت د ارمنستان ادعاء رد کړه ) د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزارت ویلي دي چې ارمنستان د ترکیې د جنګي  الوتکو لخوا د ارمنستان جنګي  الوتکې ویشتل شوي  دي په څیر بې بڼسټه او ناسمې ادعا‌ءګانې کړي دي. ارمنستان غواړي  چې ددې ډول بې بڼسټه او ناسمو ادعاګانو او پروپاګند سره نړۍوال ملاتړ ترلاسه کړي. ارمنستان غواړي چې ددې ډول بې بڼسټه او درواغو ادعاګانو سره نړۍ ته وښايي چې ترکیه ددوې په مقابل کې شتون لري.
د سټار ورځپاڼې ( وزیر قره اسماعیل اوغلو: ترکیې د هوانوردۍ په برخه کې د نړۍ د مخکښو هیوادونو په کتار کې ځای ونیو ) د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې  د ټرانسپورت او بڼسټیزو چارو وزیر عادل قره اسماعیل اوغلو وویل چې ترکیې د هوانوردۍ سکتور په برخه کې د نړۍ د پرمختللو هیوادونو په کتار کې ځای نیولی دی.
هغه وویل چې پداسې حال کې چې په ۲۰۰۳ کال کې ترکیې یواځې ۲۶ هوایي ډګرونه درلودل نن ورځ دا شمیره ۵۶ ته لوړه شوې ده . داخلي سفرونه چې به د دوو مرکزونو نه ۲۶ نقطو ته ترسره کیدل نن ورځ د ۷ نقطو نه ۵۶ نقطو ته ترسره کیږي. بهرني سفرونه چې په ۵۰ هیوادونو کې ۶۰ نقطو ته ترسره کیدل نن ورځ د  ۱۲۷ هیوادونو ۳۲۹ نقطو ته ترسره کیږی. ددې پانګونو سره د سکتور عوایدو کچه د ۲ عشاریه ۲ میلیاردو ډالرو نه ۲۷ عشاریه ۲ میلیاردو ډالرو ته لوړه شوې ده . همداشان ترکیه د هوانوردۍ په برخه کې د نړۍ د مهمو هیوادونو په کتار کې ځای نیولی دی.
د خبرترک ورځپاڼې لیکلي دي د ترکیې د کولتور او ګرځندوی وزارت سره په همغږۍ په ترسره شوو تحقیقاتو کې د ترکیې د دینیزلي ولایت د تاواس او بای اغاچ په ولسوالیو کې د ۹ کلونو کالو مخکې دورې اړوند د فیل فوسیل موندل شوي  دي. د نوموړو تحقیقاتو د مسئولینو نه ډاکټر احمد احسان ای تاق ویلي دي چې ددینه مخکې تر اوسه پورې داسې یو اسکلیت یا فوسل موندل شوي نه وو.



اړوند خبرونه