د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1491484
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د ینې شفق ورځپاڼې « د ترکیې لخوا نوی سمندري‌ خبرداری : د یونان لخوا ټاپوګان په وسلو د سمبالولو پر خلاف د ترکیې غبرګون او نړۍ ته د لوزان معاهدې ورپه یادول » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې په خپور کړي‌ نوي‌ سمندري‌ خبرداري‌ کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي‌ چې یونان  په ۱۹۲۳ کال کې د لاسلیک شوي‌ لوزان تړون نه د سرغړونې سره د ساکز ټاپو په وسلو سمبال کړی او هلته يي‌ وسله وال سرتیري‌ ځای په ځای کړی.  د لوزان معاهدې له مخې د ساکز ټاپو په ګډون یو زیات شمیر ټاپوګان باید مخاطب هیوادونه نه وسلې او نه هم وسله وال سرتیري ځای په ځای کولای شي‌ . یونان ددې اقدام سره د ترکیې ملي‌ امنیت د جدي‌ ګواښ سره مخامخ کړی دی. ترکیې دا ټاپو ګان د وسلو او وسله والو ځواکونو نه د پاکولو په خاطر غږ کړی دی. همداشان ترکیې د یو بل سمندري‌ خبرداري‌ په خپرولو سره په مدیترانه کې د یاوز سروې او تحقیقاتي‌ کښتۍ فعالیت موده د اکتوبر تر ۱۲ مې نیټې وغځوله.

 

د سټار ورځپاڼې « چاوش اوغلو : یونان باید د اروپايي ټولنې پر ړوند ملاتړ ډیره ملا ونه تړي » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وویل چې ترکیه د ختیځې مدیترانې په اختلافاتو د یونان سره مذاکراتو او ډیالوګ ته چمتو دی. هغه وویل ددې په هیله چې د یونان دا نوی حکومت زمونږ دې غوښتنې ته د لبیک په ویلو سره د مذاکراتو میز تر شا کیني. همداشان چاوش اوغلو په یونان غږ وکړ چې د اروپايي ټولنې په ړوند ملاتړ ډیر باور او ملا مه تړۍ ځکه چې دا مسئله د حل پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ دی.

 

د وطن ورځپاڼې « اروپايي ټولنه : د ترکیې سره تضاد د ستونزو د حل سره مرسته نکوي » د سرلیک لاندې لیکلي‌دي د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو او امنیتي‌ سیاستونو عالي استازي جوزیف بوریل وویل چې د ترکیې سره هر ډول تضاد د اروپاييټولنې او ترکیې ترمنځه په اړیکو کې د موجودو ستونزو د حل سره مرسته نکوي‌ بلکې ستونزې لا پسې ژوروي. ستونزې باید د ډیالوګ اومذاکراتو له لارې حل کړو.

بوریل دا څرګندونې د اروپا په پارلمان کې د ختیځې مدیترانې او ترکیې په ګډون د بهرنیو مسئلو په اړه په عمومي‌ اجلاس کې وکیلانو ته پهوینا کې وکړې.

هغه وویل چې  په ختیځه مدیترانه کې  روانو ستونزو د حل په خاطر  ډیرې زیاتې ځلې کړي‌ دي‌ خو د موجودې ستونزې د حل په خاطر لازیاتو هلو ځلو ته اړتیا ده.

بوریل د ترکیې لخوا د اوروچ رئیس کښتۍ انتالیا ته د ستنولو نه د یو ډیر مهم ګام په توګه یادونه وکړه او وویل چې دې ګام مونږ ته دمذاکراتو لپاره د لا زیاتو ګامونو د اوچتولو په اړه امید راکوي. دا ستونزې باید د پوځي‌ لارو څخه نه بلکې د ډیالوګ او مذاکراتو له لارې حلکړو.

هغه زیاته کړه چې دا ښکاره او واضحه خبره ده چې د ترکیې سره تضاد د ستونزې د حل سره مرسته نکوي. مونږ هم دا نه غواړو. ترکیه داروپايي ټولنې ډیر مهم ګاونډي‌ هیواد دی. دا چې مونږ جغرافیه بدلولی نشو نو د همدې امله زمونږ دا ګاونډیتوب به دوام وکړي. ددېسربیره ترکیه د کډوالو د مسئلې په ګډون په یو زیات شمیر برخوکې د اروپايي‌ ټولنې ډیر مهم شریک هیواد دی.

د بیلګې په توګه که چیرې د ترکیې مرسته نوی د کډوالو د ستونزې حل ډیره ګرانه خبره وه. همداشان ترکیه د اروپايي ټولنې غړیتوب تهنوماند هیواد دی.

 

د حریت ورځپاڼې « ترکیه به په ۲۰۲۱ کال کې په نړۍ کې په چټکه توګه د اقتصادي‌ پلوه د ځان راټولونکو هیوادونو په کتار کې ځای ونیسي » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د تجارې وزیرې رخسار پیکجان وویل چې د کرونا ویروس په نړۍوال اقتصاد اغیزې دوام لري او ترکیه د یو زیات شمیر هیوادونو په پرتله په ډیره ښه سویه کې قرار لري. هغې وویل چې د روان کال د وروستیو نه په اعتبار سره په ځانګړې توګه پّ ۲۰۲۱ کال کې د بهرنیو بازارونو د ښه کیدو سره ترکیه به په هغه هیوادونو کتار کې ځای ونیسي‌ چې اقتصاد به يي په ډیره چټکه توګه ځان راټول کړي.

 

د صباح ورځپاڼې « ترکیه په نړۍ کې په لومړنیو دریو هیوادونو په کتار کې ځای نیولی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې په کلنۍ توګه د صنایع تولیدات ۴ عشاریه ۴ لوړیدو سره د ایرلنډ، ناروې او چین  نه وروسته په څلورم کتار کې او په میاشتنې توګه د ۸ عشاریه ۴ د تولیدات د ډیریدو سره د پرتګال او اسپانیا نه وروسته په دریم کتار کې ځای نیولی دی. د ویلو ده چې د تیرو ۳ میاشتو راپدیخوا په ترکیه کې د صنایعو تولیدت په پرله پسې ډول سره وده کوي‌ او حتا د کرونا ویروس نه مخکې دورې ته رسیدلې. 



اړوند خبرونه