د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

1484128
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

 

د سټار ورځپاڼې « بهرنیو چارو وزارت شارلي‌ هیبدو مجله په کلکه توګه وغندله » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند حامي‌ اقسوی د فرانسې د شارلي‌ هیبدو مجلې لخوا د یو خل بیا د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد ص د کاریکاتور د خپرولو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود او دا زشت او ضد انساني‌ او ضد اخلاقي کړنه يي په کلکه توګه وغندله. بهرنیو چارو وزارت بیان په خپرولو سره ویلي‌ دي‌ چې د شارلي‌ هیبدو مجلې لخوا زمونږ دین او پيغمبرانو ته د سپکاوي‌ ډک کاریکاتورانو د خپرولو پریکړه په کلکه توګه غندو. مسلمانانو ته دا ډول حقارت، بې احترامي او سپکاوی  د رسنیو ، هنر او وینا د ازادۍ سره بیانول ستره خطا ده. دا ډول سپکاوی په هیڅډول د وینا ازادي نده. په ښکاره توګه حقارت دی. 

 

د وطن ورځپاڼې « د تجارت وزیره : په راتلوونکو کلونو کې به د ترکیې بهرنی تجارت ډیره زیاته وده وکړي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د سوداګرۍ وزیرې رخسار پیکجان وویل چې د نیول شوو قوي‌ تدابیرو او تطبیق کړو قوي‌ او اغیزمندو سیاستونو او اروپايي ټولنې په ګډوون نړۍ بازارونو ته د صادراتو د ودې له امله په راتلوونکو کلونو کې به د ترکیې بهرنی تجارت لا پسې قوي‌ او لا زیاته وده وکړي.

 

د خبرترک ورځپاڼې « د قطر شاهي‌ کورنۍ د دوه لارۍ او ۵۰۰ بکسونو سره ترکیې ته رخصتۍ ته راغلې » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني‌ کورنۍ د رخصتۍ د تیرولو په خاطر د ترکیې د بودروم ولسوالۍ ته راغلې ده . د قطر د شاهي‌ کورنۍ لوکسې کښتۍ په بودروم کې لنګر واچولو. د قطر د شاهي کورنۍ د رخصتۍ تیرولو په خاطر د ځان سره ځانګړي اشپزان، ګارسونان، د غوټې وهلو ښوونکي، ساتوونکې او یو زیات شمیر نور پرسونل ملګرتیا کوي. همداشان ددې کورنۍ لپاره په یوې خانګړې الوتکه کې ۵۰۰ بکسونه راوړل شوي‌ دي.

 

د ینې شفق ورځپاڼې « د ترکیې لخوا د ټولنیزې رسنۍ حمله » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ډجیتل نړۍ د ټولنیزې مډیا نوی برانډ په ترکیه کې تولید شوی دی. په ترکیه کې د ټولنیزې رسنې یوم مهم سایټ جوړ کړی دی. د یای په نامه دا سایټ د ډیرو زیاتو نوښتونو او قوي بڼسټ سره د ټولو پام ځانته رااړولی دی. همداشان یای د ټولنیزو رسنیو د نورو سایټونو پر خلاف یو زیات شمیر ځانګړتیاوې د یو چت لاندې راټولې کړي‌ دي.

 

د صباح ورځپاڼې « فورمولا یو ترکیې ته راستنیږي » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د فورمولا یو موټر ځغلولو سیالۍ چې په نړۍ کې په میلیونونو تنه مینه وال لري د نهو کلونو نه وروسته د لومړي‌ ځل لپاره په استانبول کې جوړیږي. د ویلو ده چې دا سیالۍ د نوامبر په ۱۳ - ۱۴ او ۱۵ مو نیټو په استانبول کې جوړیږي. سیالي‌ به د ۲۰ زره تنو بهرنیانو او څه باندې سلو زرو تنو کورني‌ نندارچیانو لخوا ننداره شي. دا سیالي به د ترکیې د اقتصاد سره لږ تر لږه ۱۰۰ میلیونه ډالره مرسته وکړي. 



اړوند خبرونه