د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1476216
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د صباح ورځپاڼې « اردوغان : په ختیځه مدیترانه کې نه تحمیلونه منو او نه هم د سیور تړون ته غاړه ږدو » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون په پلازمینه انقره کې د پلازمینې په صنعتي پارک کې  د کالیون لمر انرژۍ او تکنالوژۍ د فابریکې د پرانیستو په مراسمو کې ډیرې مهمې څرګندونې وکړې. ولسمشر اردوغان د ختیځې مدیترانې د پرمختګونو په اړه وویل چې « لکه څرنګه چې زمونږ ملت یوه پيړۍ مخکې د سیور معاهده څه ډول شلولي وي نن ورځ هم په هماغه شان په ختیځه مدیترانه کې زمونږ پر هیواد لګیدونکي هیڅډول تحمیلونو ته غاړه نږدي. »

 

د وطن ورځپاڼې « د مرستیال ولسمشر فواد اوکتای لخوا د بشري‌ مرستو د نړۍوالې ورځې په اړه مهم پیغام » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د ولسمشر مرستیال فواد اوکتای تیره ورځ د بشري مرستو د نړۍوالې ورځې په مناسبت د ټولنیزې مډیا له لارې یو ډیر مهم پيغام خپور کړ. هغه په خپور کړي پیغام کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي ، ترکیه چې د بشري مرستو په برخه کې په نړۍ کې د لیډر هیواد په موقف کې قرار لري نن ورځ د نړۍ د مظلومینو او مرستو ته اړینو کسانو لپاره امید او هیله ده.

 

د حریت ورځپاڼې « چاوش اوغلو د ستولتنبرګ سره ټیلیفوني خبرې وکړې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو تیره ورځ د ناټو عمومي‌ سکرتر ینس ستولتنبرګ سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې. دواړو مشرانو پدې ټیلیفوني خبرو کې د ختیځې مدیترانې د وروستیو پرمختګونو په اړه بحث او خبرې وکړې.

 

د سټار ورځپاڼې « وزیر دونمز: هیڅوک زمونږ تر واک لاندې په سیمه کې خیټه اچولې نشي» د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر فاتح دونمز وویل، لکه څرنګه چې ترکیې د چا حق او مال ته سترګې خښې کړي‌ ندي همدا ډول د ترکیې تر واک لاندې په سیمو هم تر څوک خیټه اچولې نشي. په ځانګړې توګه یونان پدې وروستیو کې د ځینو اروپايي هیوادونو په ملاتړ سره ځان د سیمې وارث بولي او غواړي‌ چې ځان پر حق ثابت کړي. خو مونږ په ښکاره توګه وایو چې نه د چا حق او مال ته سترګې خښو او نه هم بل چا ته اجازه ورکوو چې زمونږ پر حق تیری وکړي. مونږ د ملګروملتونو سازمان د نړۍوالو سمندري‌ حقوقو په چوکاټ کې حرکت کوو او ددې حقوقو له مخې مونږ پر حق یو.

 

د خبرترک ورځپاڼې « د ترکیې د بیرقدار اقنجي بې پيلوټه الوتکې ۲۰ زره فوټه ارتفاع ازمایښت په بریالیتوب سره ترسره کړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بایرقدار د بې پيلوته الوتکو د شرکت لخوا ټوله په کامله توګه د ځايي‌ او ملي امکاناتو سره طرحه ، ډیزاین او جوړه شوې بیرقدار اقنجي‌ تعرض بې پيلوټه الوتکې دویم ماډل دویمه ازمایښتي الوتنه په بریالیتوب سره ترسره کړه. دا الوتکه پدې ازمایښتې الوتنه کې ۲۰زره فوټه ارتفاع ته ورسیده او دوه ساعته او ۲۶ دقیقې په هوا کې پاتې شوه.



اړوند خبرونه