د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د صباح ورځپاڼې « د ولسمشر اردوغان لخوا د ختیځې مدیترانې په اړه سخت غبرګون» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون د عدالت او پراختیا ګوند د ولایتي شورا د رئیسانو په غونډه کې په ختیځه مدیترانه کې د ترکیې د تحقیقاتي فعالیتونو په اړه وویل ، په ختیځه مدیترانه کې به تحقیقات د خپلو سمندري حدوداتو په منځ کې ترسره کړو. د هر چا ته خاطر جمع وي. مونږ نه د چا حق خورو او نه هم خپل حق په چا خورو. هیڅوک باید په مدیترانه کې د نندارې جوړولو هڅه ونکړي.
د سټار ورځپاڼې « د ترکیې لخوا غوڅ پیغام » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار تیره ورځ په اذربایجان کې وویل چې « دا یوه خبره باید غوڅه وکړم چې په تیرو کلونو کې د ارمنستان لخوا د ټولې نړۍ د سترګو پر وړاندې د اذربایجان په خوجه ایلي کې قتل عام ترسره کړ. بره قره باغ يي پرته د هر ډول حقوقي لامل او مشروعیت نه پرته اشغال کړ. خو مونږ به د ارمنستان پر خلاف د خپلو ټولو امکاناتو سره د اذربایجان او اذربایجان د وسله والو ځواکونو ترمنځه ودریږو . اذربایجان یواځی ندی.
د وطن ورځپاڼې « دا روبوټ تبه ګوري، ضد عفوني مواد په لاسونو اچوني او ماسکونه ورکوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د اوردو په ولایت کې د ډاکټر حیلمي ګولر په علمي او هنري مرکز کې په دنده بوخت ۶ تنو ښوونکو، د نوې ډول کرونا ویروس کووید ۱۹ د تدابیرو په چوکاټ کې د تبې کتوونکی، په لاسونو د ضد عفوني موادو اچوونکی او د ماسکونو ورکوونکی روبوټ جوړ کړی دی.
دا روبوټ دې مرکز ته د داخلیدونکي کس لومړی تبه معلوموي، وروسته ورته په لاسونو ضد عفوني مواد اچوي او وروسته ورته ماسک ورکوي. د چا چې تبه د ټاکل شوي کچې نه ټیټه وي هغه ته په اوتوماتیک ډول دروازه خلاصوي او د چا چې تبه لوړه وي د هغه پر مخ دروازه تړي او مسئولو کسانو ته سمدلاسه خبر ورکوي.
د حریت ورځپاڼې « د ترکیې چت په توګه مشهوره سیمه کې په عینې وخت کې ډیره سړه او د دښتو توده هوا » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکېې تر ټولو لوړه نقطه د اغره غر چې د ترکیې د چت په توګه هم مشهور دی په عینې وخت کې د ډیرې زیاتې سړې او ډیرې زیاتې تودې هوا کوربه توب کوي. پداسې حال کې چې پدې ورځو کې د غره په لمنو کې هوا ډیره زیاته توده وي خو لږ پورته بیا هوا تغیر موموي. یعنې په هر زر مترۍ کې هوا د ژمې او وړي په څیر تغیر مومي. د غره په څوکه کې بیا د زمري په میاشت کې د هوا تودوخې درجه منفي شل درجې وي.