د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1468827
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د ینې شفق ورځپاڼې « چاوش اوغلو : د لیبیا ستونزه حل شوې نده. د مذاکراتو نه د تښتیدلي حفتر لخوا هره شیبه د برید کولو امکان شتون لري» د سرلیک لاندې لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو تیره ورځ د لیبیا ته د سفر پر مهال خبرې رسنیو ته وویل چې ، سره ددې چې دم ګړۍ کومه ستونزه شتون نلري او جګړه نشته خو دا ددې په معنا نده چې ستونزه دې حل شوي‌ وي. برعکس یو هر څه ګډ وډ دي. همکاري باید دوام وکړي. مونږ د ستونزې د حل په خاطر د مذاکراتو د میز تر شا کیناستو خو هر ځل د مذاکراتو نه تښتیدونکی پلو حفتر دی. حفتر په سیاسي حل لارې باور نلري او هره شیبه ددې امکان شتون لري‌ چې له سره بریدونه وکړي.

 

د صباح ورځپاڼې « د انګلیس تلویزیون لخوا په ترکیه کې د کرونا ویروس پر خلاف د مبارزې ستاینه »‌د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د عامې روغتیا وزیر فخرالدین کوجا د خپل ټویټر پاڼې له لارې د انګلستان د سکای نیوز تلویزیون لخوا په ترکیه کې د کرونا ویروس پر خلاف د مبارزې د ستاینې کولو ویدیو خپره کړې ده . پدې ویدیو کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي‌ دي‌ چې په ترکیه کې د کرونا ویروس ساحوي‌ فعالیت کچه ډیر لوړه ده. ساحوي ډلې د ناروغانو د موندولو په خاطر د استخباراتو د کارکوونکو په څیر کار کوي. د همدې امله د وخت نه وړاندې مداخلې او تداوۍ دا پروسه ډیره بریالۍ کړې ده .

 

د خبرترک ورځپاڼې « د موټرو صادرات د جون د میاشتې په پرتله ۹ سلنه لوړ شوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د موټرو د سکټور د جولای د میاشتې صادرات د تیرې جون میاشتې په پرتله ۹ عشاریه ۲ سلنه لوړ شوي‌ دي. په جون کې دوه میلیارده او ۱۶ میلیونه صادرات د جون په میاشت کې بیا ۲ میلیارده او ۲۰۱ میلیونو ډالرو ته لوړ شوي‌ دي.

 

د وطن ورځپاڼې « رولیک په ۱۶۸ میلیونه ډالره په زینګا وپلورل شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د استانبول د موبایل لوبو مشهور شرکت رولیک ګیمز په ۱۶۸میلیونو ډالرو په زینګا وپلورل شو. د ویلو ده چې زینګا د جون په میاشت کې د ترکیې د لوبو شرکت پیک ګیمز په یو عشاریه ۸ میلیارده ډالره پیرودلی وو.

 

د سټار ورځپاڼې «‌ چاغلر سویونجو په پرنسیب کې د بارسلونا سره په تفاهم رسیدلی »  سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې نامتو فوټبال چاغلر سویونجو چې د انګلستان د پریمیر لیګ د نامټو لوبډلې لیکستر سیټي په لوبډله کې لوبه کوونکی بارسلونا ته ټرانسفر کیږي. هغه چې د بارسلونا سره په پرنسیب کې په تفاهم رسیدلی دی تمه کیږي چې د لیکستر سیټي‌ او بارسلونا ترمنځه تفاهم وشي.



اړوند خبرونه