د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ینې شفق ورځپاڼې « د کرونا ویروس د ساري ناروغۍ د پیلیدو نه راپدیخوا لومړنی بهرنی سفر » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د نوي ډول کرونا ویروس ساري ناروغۍ د پیلیدو نه راپدیخوا کې لومړنی بهرنی سفر قطر ته وکړ. ولسمشر اردوغان د قطر په پلازمینه دوحه کې د قطر د امیر شیخ تمیم سره لیدنه وکړه. همداشان دوه په دوه لیدنې نه وروسته دواړو مشرانو د هیتانو ترمنځه په لیدنه کې ګډون وکړ. ولسمشر اردوغان په دوحه کې د رسمي لیدونو کتنو او په کاري میلمستیا کې د ګډون نه وروسته بیرته هیواد ته راستون شو.
د خبرترک ورځپاڼې « چاوش اوغلو جرمني ته سفر کړی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو جرمني ته سفر کړی دی. هغه د کوربه هیواد د بهرنیو چارو وزیر هیکو ماس سره د لیدنې نه وروسته د اروپايي ټولنې لخوا د ترکیې پر وړاندې د سیاحتي محدودیتونو د نه لرې کولو له امله خواشیني وښوده. همداشان چاوش اوغلو په ختیځه مدیترانه کې د فرانسې سره د روان تاوتریخوالي په اړه هم پوښتنې ځواب کړې. هغه وویل چې په مدیترانه کې د ترکیې د کښتیو لخوا فرانسوي کښتیو ته د هر ډول خنډ رامنخته کولو ادعا حقیقت نلري. فرانسه باید پدې برخه کې د ترکیې نه بښنه وغواړي.
د وطن ورځپاڼې « د ولسمشرۍ ویاند قالن : ترکیه به ترینه ملاتړ ته دوام ورکړي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشرۍ ویاند ابراهیم قالن وویل چې د اسراییلو لخوا د فلسطین خاوره د خپلې خاورې سره د ګډولو پلان او اشغال په هیڅډول مشروعیت نلري او دوې ددې اقدام سره نړۍوال حقوق د خپو لاندې کوي. ترکیه به د فلسطین د خلکو نه پدې مشروع دعوا کې ملاتړ ته دوام ورکړي.
د صباح ورځپاڼې « د سوداګرۍ وزیرې لخوا د صادراتو په اړه څرګندونې » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د سوداګرۍ وزیرې رخسار پیک جان د جون په میاشت کې د صادراتو شمیرې اعلان کړې. هغې وویل چې په تیره جون میاشت کې د ترکیې صادرات د تیر کال همدې میاشتې په پرتله صادرات ۱۵ عشاریه ۸ سلنه په لوړیدو سره ۱۳ میلیارده او ۴۶۹ میلیونو ډالرو ته رسیدلي دي. د مې د میاشتې په پرتله صادرات ۳۵ سلنه لوړ شوي دي.
د حریت ورځپاڼې « په ترکیه کې لومړنی د قطب پنګواین بچې وزیږید » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې د لومړي ځل لپاره ګینتو ډول قطب پنګواین بچې وزیږید.
دا پنګواین د استانبول په اکواریوم کې زیږیدلی دی.