د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د سټار ورځپاڼې « اردوغان د لیبیا د استقرار په خاطر هلې ځلې کوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د لبنان د شیعه عالمانو نه شیخ صبحي الطفیلي وویل چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پر خلاف د فرانسې، روسیې، ایټالیا او اسراییلو ترڅنګ دریدل جایز ندي. اردوغان د لیبیا د خلکو د ملي منافعو او استقرار په خاطر هلې ځلې کوي. ترکیه په لیبیا کې د فرانسې او اسراییلو د اشغال د درولو په مقابل کې کار کوي.
د صباح ورځپاڼې « د ترهګرو اړوند په ۲۴ څمڅو کې وسلې او مهمات نیول شوي» د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د ملي دفاع وزارت ویلي دي چې د عراق په شمال کې د پ ک ک ترهګري سازمان پر خلاف د روانو پړانګ پنجې د عملیاتو په ترڅ کې په تثبیت شوو ۲۴ څمڅو او پټنځایونو کې یو زیات شمیر وسلې او مهمات ترلاسه شوي دي. د ملي دفاع وزارت لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې د جون په ۱۷ مه نيټه پيل شوي د پړانګ پنجې عملیات د پلان په مطابق په ډیره بریالۍ توګه دوام لري.
د حریت ورځپاڼې « ترکیې د نوي کیدونکې انرژۍ په برخه کې نوی ریکارډ جوړ کړ» د سرلیک لاندې لیکلي دي ، ترکیې پدې وروستیو کلونو کې د نوي کیدونکې انرژۍ په برخه کې د برښنا د تولید په برخه کې یو نوی ریکارډ جوړ کړ. د ویلو ده چې ترکیې پدې وروستیو کې د نوي کیدونکې انرژۍ په برخه کې د پام وړ پانګه اچونه کړې ده . ترکیې د بادي برښنا د تولید په برخه کې د خپل پلانونو نه لس سلنه تر اوسه پورې عملي کړي دي. ترکیې تر اوسه پورې د ۸ زره میګاواټه د تولید په برخه کې بادي برښنا ستیشنونه جوړ کړي دي. ترکیه د ۸۰ نه تر ۹۰ زره میګاواټه برښنا د تولید ظرفیت لري.
د خبرترک ورځپاڼې « ترکیه د انګلیسانو د سیاحت دهلیز دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د انګلستان حکومت د جولای د ۶ مې نیټې نه په اعتبار سره بعضو هیوادونو ته د سیاحتي دهلیزونو پرانیستو چمتوالی نیسي.
ویل کیږي پدې هیوادونو کې ترکیه هم شتون لري . د هیواد د ګرځندوی سکتور ویلي دي چې ددې خبر نه وروسته په ریزرویشنونو باندې پیل شوی دی.
تمه کیږي چې د هغه هیوادونو نومونه چې انګلستان ورته د سیاحتي دهلیز د پرانیستو هوډ لري په راتلوونکې اونۍ کې معلوم شي.
د ینې شفق ورځپاڼې « بورسا د ګرځندوی په برخه کې پانډمي په فرصت بدلوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بورسا ولایت د روغتیايي توریزم د مهمو مرکزونو نه یو دی. پدې ښار کې د نوي نورمال ژوند د شرایطو سره مطابق پلان شوی د ګرځندوی سیاستونو په سر کې کمپ، غره ختنې برخې ځای لري. بورسا ولایت د سمندر سربیره د تکو شنو درو، ټپو، جهیلو او ښکلي طبعیت سره هر هرې طبقې ګرځندویانو ته خطاب کوي.