د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د حریت ورځپاڼې ” د بهرنیو چارو وزیر : اروپايي ټولنه باید انحصاري نه بلکې هر اړخیزه وي “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د سویس د داوس په کلي کې په جوړه شوې د اقتصادي غونډې په چوکاټ کې پرون د لویدیځ بالکان د ډیپلوماسۍ د ډیالوګ په غونډه کې ګډون وکړ.
هغه دلته په خپله وینا کې وویل چې ترکیه په عینې وخت کې د بالکان د سیمې د یو هیواد په توګه د بالکان په سیمه کې استقرار او رفاح ته ډیر زیات اهمیت ورکوي. اروپايي ټولنه باید په خپلو ژمنو عمل وکړي. اروپايي ټولنه باید انحصاري نه بلکې هر اړخیزه وي.
د خبرترک ورځپاڼې ” د ترکیې د دفاع وزیر د خپل روسي سیال سره ټیلیفوني خبرې وکړې “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو سره د ټيلیفون په کرښه خبرې وکړې. دواړو وزیرانو د سوریې د ادلب، لیبیا، منځني ختیځ او شمالي افریقا د سیمو په وروستیو پرمختګونو خبرې وکړې.
د صباح ورځپاڼې ” د ترکیې د صنایع او تکنالوژۍ وزیر د ایران د ولسمشر د مرستیال سره لیدنه وکړه “ د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې د صنایع او تکنالوژۍ وزیر مصطفی ورانک پرون د علم او تکنالوژۍ په چارو کې د ولسمشر مرستیال سورنا ستاري سره لیدنه وکړه.
د ترکیې د صنایع او تکنالوژۍ وزیر وارنک پدې لیدنه کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې د ترکیې او ایران ترمنځه همکاري په اصل کې د دې دوو هیوادونو سربیره د سیمې د پرمختګ او ودې سره مرسته کوي.
هغه وویل پوره باور لري چې متقابلې هلې ځلې به د ترکیې او ایران ترمنځه د همکاریو کچه په ځانګړې توګه د صنایع او تکنالوژۍ په برخه کې لا لوړې سویې ته ورسوي.
د سټار ورځپاڼې ” ترکیه به په افریقا کې د معدنونو په برخه کې پانګه اچونه وکړي “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر فاتح دونمز وویل چې ترکیه ترکیه به د معدن په برخه کې خپلې تجربې په ځانګړې توګه د نایجریا سره شریکي کړي . پدې هیواد کې به د معدن په برخو کې پانګه اچونه وکړي. همداشان ددې هیواد په سویل لویدیځ کې به په دریو سیمو کې د معدنونو د پلټنو په چارو پیل وکړي.
د ینې شفق ورځپاڼې ” د ترکیې د چانقري ولایت د غره مالګه به د ترکیې د طبي مالګې اړتیاوې پوره کړي “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د چانقري ولایت د غره مالګه د ۵ زره کلونو لپاره د ترکیې مالګې او د طبي مالګې اړتیاوې پوره کولای شي.
ویل کیږي دا مالګه په فابریکو کې د پروسس نه وروسته په طبي مالګې اړول کیږي.