د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د صباح ورځپاڼې ” د برلین نه د راستنیدو پر مهال د ولسمشر اردوغان مهمې څرګندونې “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې په لیبیا کې د ترکیې موجودیت د سولې په اړه امیدونه ډیر کړي دي. ولسمشر اردوغان په جرمني کې د لیبیا په اړه په جوړ شوي کنفرانس کې د ګډون نه وروسته پرون هیواد ته راستون شو. هغه په الوتکه کې د مهمو مسئلو په اړه د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې. ولسمشر اردوغان په برلین کې جوړ شوي د لیبیا د کنفرانس په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل " که چیرې مونږ یو قوي دولت یو نو د قوي دولت په توګه زمونږ نه توقعات هم ډیر دي. ترکیه د سولې چابي ده. د لیبیا په مسئله کې د ترکیې لخوا اوچت شوو ګامونو توازن رامنځته کړ. د لیبیا د مسئلې سره به هم د جګړې په ډګر کې او هم د مذاکراتو په میز کې مرستې ته دوام ورکړو.
د ینې شفق ورځپاڼې ” ابراهیم قالن : د برلین غونډه د لیبیا د ستونزې د حل په خاطر یو مهم فرصت دی “د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ابراهیم قالن وویل چې د برلین سرمشریزه په لیبیا کې د اوربند او د نښتو د دریدو او سیاسي حل لارې لپاره یو ډير ښه او مهم فرصت دی.
هغه ویلي دي چې د ولسمشر رجب طیب اردوغان اغیزمنې او هر اړخیزې ډیپلوماسۍ ترکیه پدې بهیر کې په یو ډیر مهم اکټور هیواد بدل کړی دی.
ابراهیم قالن دا څرګندونې د خپل ټویټر پاڼې له لارې کړي دي. هغه په لیبیا کې د دوامداره اوربند او سیاسي حل لارې د موندولو په خاطر پرون د جرمني په پلازمینه برلین کې د ترسره شوې سرمشریزې په اړه معلومات ورکړي دي.
هغه ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې د برلین سرمشریزه په اصل کې په لیبیا کې د دوامداره اوربند ، نښتو د درولو او سیاسي حل لارې په خاطر یو ډير مهم او حیاتي فرصت دی.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان اغیزمنې او هر اړخیزې ډیپلوماسۍ ترکیه پدې بهیر کې په یو ډیر مهم اکټور بدل کړی دی.
ترکیه به تل د نیابتي جګړو پر خلاف سوله ایز او ساختاري سیاستونو ته دوام ورکړي.
د خبرترک ورځپاڼې ” د مالیې د وزیر مهمې څرګندونې “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د خزانې او مالیې وزیر برات البیرق د ۲۰۱۹ کال کال د ارزیابۍ په غونډه کې مهمې څرګندونې وکړې. هغه وویل چې ۲۰۲۰ کال به د ترکیې د اقتصاد لپاره یو لا روښانه او قوي کال وي. په ۲۰۲۰ کال کې به د هیواد د انفلیشن کچه د لس سلنې نه راټیټه کړو.
د حریت ورځپاڼې ” بهرنیانو تیر کال تر ټولو زیات په استانبول او انتالیا ولایتونو کې غیر منقول اموال رانیولي دي “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ۲۰۱۹ کال کې بهرنیانو تر ټولو زیات د ترکیې د استانبول، انتالیا او پلازمینې انقرې په ښارونو کې غیرې منقول اموال پیرودلي دي. د ویلو ده چې تیر کال په استانبول کې په بهرنیو وګړو د غیرې منقول اموالو د پلورلو کچه د ۲۰۱۸ کال په پرتله ۴۶ عشاریه ۲ سلنه لوړه شوې او ۲۰ زرو ۸۵۷ ته لوړه شوې ده . همداشان په انتالیا کې بیا تیر کال په بهرنیو وګړو ۸۹۵۱ کورونه او په انقره کې بیا ۲۵۳۹ کورونه پلورل شوي دي.
د سټار ورځپاڼې ” تکنوفیست سږنی فیستیوال د هیواد په ختیځې برخه کې جوړیږي“ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ۲۰۲۰ کال د تکنوفیست فیستیوال د هیواد د ملي مجادلې د غازي ښار غازي انتپ په ولایت کې جوړیږي.
د هیواد تر ټولو لوی د هوايي، فضايي او تکنالوژۍ فیستیوال تکنوفیست د ۲۰۲۰ کال د سپټمبر په ۲۲ مه نيټه په غازي انتیب ولایت کې جوړیږي.