د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د خبرترک ورځپاڼې ” ۲۵۰ زره تنه کډوالو ترکیې پولو ترڅیرمه قرار لري “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د ۲۰۰ زرو نه تر ۲۵۰ زرو تنو پورې کډوال د ترکیې د پولو پر لورې حرکت کړی دی. ولسمشر اردوغان دا څرګندونې پرون د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې جوړ شوي د ښار او امنیت په سمپوزیم کې وکړې. هغه دلته په ادلب کې وروستیو پرمختګونو ته په اشارې سره وویل چې د ۲۰۰ زرو نه تر ۲۵۰ زرو تنو پورې کډوال د ترکیې د پولو پر لورې راروان دي. د ځینو تدابیرو سره ددې مسئلې د مخنیوي هڅه کوو خو اسانه خبره نده ځکه چې زمونږ په مقابل کې انسان شتون لري.
د وطن ورځپاڼې ” ملي شورا لیبیا ته د سرتیرو د استولو طرحه تصویب کړه “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ملي شورا لیبیا ته د سرتیرو د استولو په اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا وړاندې شوې طرحه پرون د رایو په اکثریت سره تصویب کړه. د ترکیې ملي شورا پرون د ملي شورا د رئیس مصطفی شان توپ په مشرۍ فوق العاده غونډه وکړه. په غونډه کې لیبیا ته د سرتیرو د استولو په طرحې د غور او بحث نه وروسته رای اچونه وشوه چې د ۳۲۵ رایو سره طرحه تصویب شوه. ملي شورا حکومت ته لیبیا ته د سرتیرو استولو صلاحیت ورکړ. د ویلو ده چې لیبیا ته د استوونکو سرتیرو شمیره او دنده به د ولسمشر اردوغان لخوا معلومه شي.
د حریت ورځپاڼې ” تاریخي ریکارډ “ د انتالیا ولایت په خپل تاریخ کې لومړي ځل لپاره د څه باندې ۱۵ میلیونو تنو ګرځندویانو کوربه توب وکړ. انتالیا ولایت په ۲۰۱۹ کال کې د ګرځندوی په برخه کې تاریخي ریکارډ ټینګ کړ. د انتالیا ولایت والي منیر کارال اوغلو ویلي دي چې په ۲۰۱۹ کال کې انتالیا ولایت ته د ټولټال ۱۵ میلیونه ۶۴۴ زره او ۱۰۸ تنه ګرځندویان راغلي دي.
د ینې شفق ورځپاڼې ” په ۲۰۱۹ کال کې د دولمه باغچه د ماڼۍ نه یو میلیون او ۳۰۶ زرو تنو لیدنه کړې “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د استانبول تاریخي ماڼیو او قصرونو په ۲۰۱۹ کال کې د ګرځندوی په برخه کې ریکارډ جوړ کړ. په ۲۰۱۹ کال کې دولمه باغچه ماڼۍ د ۹۱۵ زرو تنو بهرنیو په ګډون د یو میلیون او ۳۰۶ زرو تنو ګرځندویانو کوربه توب کړی دی.
د سټار ورځپاڼې ” په ادي یامان ولایت کې د روم د دورې اړوند استوګنځایونه وموندل شول “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ادي یامان ولایت د کاحطه په ولسوالۍ کې د روم د دورې اړوند استوګڼځایونه موندل شوي دي.
د یاد شوي ولایت د کولتور او ګرځندوی د ریاست مسئولینو په سیمه کې څیړنې وکړې او په سیمه کې د لازمو چارو د پیلولو په خاطر د وزارت نه د اجازې غوښتنه وکړه.