د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1301191
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د حریت ورځپاڼې « د ولسمشر اردوغان لخوا مهم  خبرداری »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون  په ملي شورا کې د خپل ګوند اونیزې غونډې ته په وینا کې وویل چې  په سوریه کې د امن د سیمې په ټوګه په ټاکل شوې سیمه کې اوس هم  ترهګر شتون لري. هغه وویل چې  د امن د سیمې لپاره د ټاکل شوې سیمې د پولو په منځ کې  اوس هم  ترهګر شتون لري. ترهګرو مو ټول  وویستل  د خبرو او وعدو سره  څوک مونږ  ته دوکه  نشي راکولې. همداشان د امن سیمې نه بهر ترهګر هم  زمونږ پر امنیتي ځواکونو  بریدونه کوي. مونږ  نور  ددې حالاتو  تحمل  او زغم  نلرو. لکه ترننه پورې ددینه وروسته به هم  چې څه لازم وي هغه به وکړو.

د خبرترک ورځپاڼې « فواد اوکتای : د امریکا لخوا خپور شوی د ترهګرۍ راپور  د ترهګرۍ پر وړاندې زمونږ د مبارزې مخه نشي نیولی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشر مرستیال فواد اوکتای  د امریکا لخوا  خپور شوي  د ۲۰۱۸ کال  اړوند د ترهګرۍ راپور په اړه  سخت غبرګون وښود. هغه وویل چې دا ډول راپورونه  د ترهګرۍ پر وړاندې زمونږ د مبارزې مخه نیولی نشي. هغه زیاته کړه چې امریکا پدې راپور کې  نه د فتو او نه هم  د وای پ جي ترهګرو نه یادونه کړې ده  . دا زمونږ لپاره د منلو وړ ندی.

د ینې شفق ورځپاڼې « د روسيې سره  دویمه  ګډه ګزمه  پایته ورسیده »  د سرلیک لاندې  لیکلي دي، د سوچي د هوکړه لیک له مخې د ترکیې او روسیې  ځواکونو  په سوریه کې د فرات سیند ختیځو برخو کې دویمه  ګډ ګزمه  ترسره کړه.

د ترکیې  ۴ زغروالې موټرې  د شانلي اورفا ولایت د سوروچ د ولسوالۍ نه سوریې پلو ته د تیریدو سره  د روسیې د ځواکونو سره يي په ګډه ګزمه کې  ګډون وکړ. د ترکیې او روسیې ځواکونو د عین العرف په ختیځ کې  او د تل ابیض په لویدیځ کې  پرتو سیمو کې  ګزمه  ترسره کړه.

د صباح ورځپاڼې « د استانبول هوايی ډګر ته د کال د هوايي ډګر جایزه  » د سرلیک لاندې  لیکلي دي، د استانبول هوايي ډګر د انټرنیشنل  ایرپورت ریویو د مجلې لخوا د لوستوونکو  د ترجیح او خوښې  جایزه  ترلاسه کړه. یادې شوې مجلې  د استانبول  هوايي ډګر  د کال د هوايي ډګر په توګه وټاکه.

د سټار ورځپاڼې « د هابور سرحدي دروازې له لارې  صادرات  ۱۸ سلنه لوړ شوي »  د سرلیک لاندې  لیکلي دي، د ترکیې نه منځني ختیځ  هیوادونو ته پرانیستل شوې  یواځنۍ  سرحدي دروازه  چې د شرناق ولایت د سیلوپي  ولسوالۍ  کې  موقعیت لري   له لارې  د عراق په ګډون د منځني ختیځو هیوادونو ته د روان کال په لومړنیو ۹ میاشتو کې صادرات  ۱۸ سلنه لوړ شوي دي.

ویل کیږي ترکیې  د روان کال په لومړنیو ۹ میاشتو کې د هابور  د سرحدي دروازې له لارې  منځني ختیځ هیوادونو ته  د یو میلیارده ۶۷۹ میلیونو ډالرو په  ارزښت صادرات کړي دي.



اړوند خبرونه