د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1292626
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د سټار ورځپاڼې « اردوغان : د ۱۲۰ ساعتونو د پوره کیدو نه وروسته به لازم ګامونه اوچت کړو»  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون په استانبول کې جوړه شوې د ټي آر ټي ورلډ فورم غونډې ته د وینا پر مهال  په سوریه کې د سولې چینې د عملیاتو په اړه معلومات ورکړل. هغه وویل چې ترهګرو ته  ۱۲۰ ساعته  مهال ویش ټاکل شوی وو چې دادی د پایته رسیدو په حال کې دی. هغه وویل که چیرې پدې موده کې په شوي توافق  عمل شوی وي  لا ښه او که شوي ژمنې  پر ځای  نشي  عملیات به سره پیل کړو.

ولسمشر اردوغان وويل چې د اکتوبر په ۲۲ مه نيټه په سوچي کې د ولسمشر پوتين سره په مسئلې په هراړخيزه توګه خبرې کوو او وروسته به کام اوچت کړو. هغه وويل چې د ورکړ شوي مهلت لويه برخه تيرهشوې او نن پايته رسيږي. 

د صباح ورځپاڼې " چاوش اوغلو : که چيرې ترهګر په ټاکل شوې موده کې د سيمې نه خارج نشي عملياتبه له سره پيل شي" د سرليک لاندې ليکلي دي ، د ترکيې د بهرنيو چارو وزير چاوش اوغلو تيره ورځ پهاستانبول کې جوړ شوي د ټي آر ټي ورلډ فورم غوندې ته په وينا کې په سوريه کې سولې چينې عملياتو  تهپه اشارې سره وويل چې د امريکا سره د شوي توافق له مهې ترهګرو ته د سيمې نه د وتو په خاطر ټاکلشوی مهلت د پايته رسيدو په درشل کې قرار لري. که چيرې د ژمنې په څير د سيمې نه خارج شي ډيره ښهاو که نوي عمليات به له سره پيل کړو.

د خبر ترک ورځپاڼې " د خلوصي اکار لخوا خبرداری" د سرليک لاندې ليکلي دي چې د ترکيې د مليدفاع وزير خلوصي اکار د اکتوبر په ۱۷ مه نيټه د امريکا سره شوي توافق ته په اشارې سره وويل، کهچيرې ددې توافق ټول شرطونه پر ځاي شي ترکيه به د سولې چينې عمليات پايته ورسوي. هغه وويل کهچيرې د ژمنې سره سم د ترهګرو نه ټولې درندې وسلې راټولې شي، د هغوې موضع ګانې ، قرارګاه ګانې،کمپونه او ټول تاسيسات له منځه يوړل شي ترکيه به د سوريې په شمال کې پيل کړي عمليات پايته ورسوي. هغه دا څرګندونې په استانبول کې جوړ شوي د ټی آر ټي ورلډ فورم په غونډه کې وکړې.

د ينې شفق ورځپاڼې " د نږدې ۲ ميليون تتو سوري کډوالو خپل هيواد ته د ستنولو پلان لرو" د سرليکلاندې ليکلي دي،د ترکيې د ولسمشر مرستيال فواد اوکتای پرون د استانبول د يلدز تخنيک پوهنتون دتعليمي کال د پرانيسو په مراسمو کې وينا وکړه. 

هغه دلته پخپله وينا کې وويل چې د سوریې په شمال کې د سولې د سيمې د جوړولو سره غواړي چې ۲ميليون تنه سوري کډوال بيرته خپل هيواد ته ستانه کړو. هغه وويل چې ترکيې ددينه مخکې په سوريه کې دترسره کړو پوځي عملياتو په نتيجه کې د ترهګرو نه تصفيه کړو سيمو ته ۳۶۵ زره تنه سوري کډوال پهداوطلبانه توګه ستانه شوي وو چې اوس وار د سوریې په شمال کې د فرات سيند ختيځو برخو دی. هغهزياته کړه چې د سولې د چينې عملياتو په نتيجه کې د راس العين او تل ابيض په ګډون ۶۵ سيمې په کاملهتوګه د ترهګرو نه تصفيه شوي دي او تر کنټرول لاندې راغلي دي. 

د حريت ورځپاڼې " د ګرځندوی په برخه کې د انتاليا تاريخي ريکارډ " د سرليک لاندې ليکلي دي د ترکيېد ګرځندوی پلازمينه انتاليا ولايت په خپل تاريخ کې د لومړي ځل لپاره د ۱۴ ميليونو گرځندويانو کوربه توبوکړ. 

د ترکيې د هوټلدارانو د ټولنې ريئس عثمان ايک خبري رسنيو ته ويلي دي چې د انتاليا ولايت په تاريخ کېدا ولايت د لومړي ځل لپاره د کال په لسو مياشتو کې د څه باندې ۱۴ ميليونو تنو ګرځندويانو کوربه توبکوي. انتاليا تاکل شوي هدف ۱۶ ميليونو تنو ته ګام په ګام نږدې کيږي او د کال تر پايه به هدف تهورسيږو. 

 

 

 



اړوند خبرونه