د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د وطن ورځپاڼې « د ولسمشر اردوغان لخوا د اینوسپورت د کولتوري فیستیوال اړوند د پيغام خپرول » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون په استانبول کې پيل شوې د ایتوسپورت د کولتوري فیستیوال په اړه یو پيغام خپور کړ. ولسمشر اردوغان د خپلې ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي پيغام کې ویلي دي چې د ایتنو سپورت فیستیوال چې د زمونږ عنعنوي سپورت او کولتور د ژوندي ساتلو او راتلونکو نسلونو ته انتقالولو دنده اجرا کوي ددې په هیله چې د خیر او برکت وسیله وګرځي .
د حریت ورځپاڼې « په سوریه کې د امن د سیمې د جوړولو په اړه د ترکیې پلان چمتو دی » د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزیر مارک اسپر سره ټيلیفوني خبرې وکړې. د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې د ترکیې د دفاع وزیر اکار خپل امریکايي سیال سره په سوریه کې د فرات سیند ختیځو برخو کې جوړیدونکي د امن د سیمې په اړه د ترکیې او امریکا په همکاریو خبرې وکړې. اکار ددې خبرې په ټینګار ویلي دي ترکیې د سوریې په شمال کې څه باندې ۳۰۰۰ زره تنه داعشي ترهګر له منځه وړي دي هیڅکله به هم د خپلو سویلي پولو پورې غاړې ته د ترهګرو دهلیز جوړولو ته اجازه ورنکړي.
ترکیه د فرات سیند ختیخو برخو کې د هر ډول درندو وسلو او پ ک ک ترهګرې ډلې د جنګیالیو او پلوي ډلو نه د پاکې د امن د سیمې د جوړولو هڅه کوي.
ترکیه دا ګام یواځې د خپل هیواد د ملي امنیت په خاطر نه بلکې په سیمه کې د میشتو عربانو، کوردانو، مسیحیانو او یزیدیانو په خاطر پورته کوي.
د ترکیې وروستی هدف سیمه د داعش، پ ک ک ، پ وای ډي او وای پ جي په څیر د ترهګرو ډلو او سازمانونو نه تصفیه کول دي.
د خبرترک ورځپاڼې « تجاري جګړه کیدای شي چې د ترکیې په ګټه وي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د خزانې او مالیې وزیر برات البیرق د هیواد د اقتصاد په اړه ډیرې مهمې څرګندونې وکړې. هغه د ترکیې او امریکا ترمنځه تجاري اړیکو ته په اشارې سره وویل « تجاري جګړه کیدای شي چې د ترکیې په ګټه وي.» امریکا د ترکیې سره د دوه اړخیزو اړیکو د لا پراختیا غوښتنه کوي. هغه وویل چې د ترکیې سره تجارت د هر هیواد په ګټه دی. ترکیه د پانګه والو لپاره ډیر جاذب هیواد دی.
د سټار ورځپاڼې « ترکیه پخوانۍ موازنې له منځه وړي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د فرانسې د لي موندا ورځپاڼې لیکلي دي چې ترکیه په نړۍواله کچه خپل غږ د نړۍ غوږونو ته رسوونکي او د پخوانیو موازنو په لمنځه وړونکي هیواد بدل شوی دی. په خبر کې راغلي دي چې انقرې یو ډیر مهم او هر اړخیز بهرنی سیاست خپل کړی دی.
ترکیه د خپلو منافعو په خاطر د اړتیا په صورت کې د طاقت نه کار اخیستو او د نوو متفقینو د پيدا کولو او په نړۍواله کچه د پخوانیو موازنو د خرابولو توان لري. ترکیه په یو داسې هیواد بدل شوی دی چې په نړۍوالو کچه خپل غږ لا په اوچته توګه د نړۍ غوږنو ته رسوي.
د ینې شفق ورځپاڼې « ځايي او ملي سپوږمه کۍ د استانبول فلمبرداري کړې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ځايي او ملي سپوږمه کۍ ګوک ترک دوه چې په ۲۰۱۲ کال کې فضا ته توغول شوې ده د نړۍ نه ۶۸۵ کیلومتره په ارتفاع کې د خپل مدار نه د معلوماتو رالیږولو ته دوام ورکوي.
نوموړې سپوږمه کۍ چې سل په سلو کې د ترکیې انجینیرانو لخوا جوړه شوې ده داځل د استانبول عکسونه او فلمونه اخیستې دي. دا سپوږمه کۍ په هرو ۹۰ دقیقو کې د دنیا د سیارۍ نه یو ځل ګرځي.