د ترکیې د ورځپانو سرټکي
د ترکیې د ورځپانو سرټکي
د وطن ورځپاڼې « اردوغان : داسې کوم شی د منلو وړ ندی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون د امریکا متحده ایالتونو د نیویارک په ښار کې د ترکیې او پاکستان په کوربه توب جوړه شوې ( د نفرت نه ډکو څرګندونو پر خلاف مبارزه ) تر نامه لاندې په غونډه کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې ، د سولې دین اسلام ته د ترهګرۍ سره تړاو ورکول په هیڅډول د منلو خبره نده. دا په اصل کې ستر بهتان او تهمت دی. بې اخلاقي ده. ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیه د اسلام دښمنۍ، افراطیت ، تبعیض ، نفرت نه ډکو څرګندونو او اسلام دښمنۍ پر خلاف مبارزې ته به په همدې شان دوام وکړي.
د سټار ورځپاڼې « د ترکیې اف ۱۶ جنګي الوتکو د دریم ځل لپاره د سوریې د فرات سیند په ختیځو برخو الوتنه وکړه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې اف ۱۶ جنګي الوتکو پرون د لسو او ۱۲ بجو ترمنځه د سوریې هوايي حریم ته داخلې شوې او د فرات سیند په ختیځو برخو الوتنه وکړه. ملي دفاع وزارت ویلي دي چې د ختیځ غوڅ ملاتړ د عملیاتو په چوکاټ کې د ترکیې جنګي الوتکو د سوریې په خاوره کې الوتنې وکړه.
د صباح ورځپاڼې « د اتماجي توغندي خپل هدف په ډیره دقیقه توګه له منځه یو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې لومړنی سمندري توغندی اتماجي په ډیر بریالیتوب سره وازمایل شو. د ولسمشرۍ ماڼۍ د دفاعي صنایعو ریاست ویلي دي چې د ترکیې د سمندري ځواکونو د قومندانۍ د ملي جنګي کښتۍ میل ګام کې لپاره جوړ شوي د کښتۍ نه د کښتۍ د ویشو توغندی اتماجي وروستي ازمایښتونه هم په ډیر بریالیتوب سره سرته ورسید. اتماجي توغندي خپل هدف په ډیر دقیقه توګه له منځه یوړ.
د ینې شفق ورځپاڼې « ترکیې تر ټولو زیات فندق جرمني ته صادر کړي » د سرلیک لاندې لیکلي دي په نړۍ کې د فندقو تر ټولو ستر صادرونکي هیواد ترکیې د ۲۰۱۸ میلادي کال د سپټمبر د لومړۍ او ۲۰۱۹ میلادي کال د اګست د ۳۱ مو نیټو ترمنځه ترکیې په نړۍ کې تر ټولو زیات فندق تولید او نړۍ ته صادر کړي دي. ترکیې سږ کال هم د تیرو کلونو په څیر تر ټولو ډیر فندق جرمني ته صادر کړي دي.
همداشان په دویم کتار کې ایټالیا او په دریم کتار کې بیا فرانسه شتون لري.
د حریت ورځپاڼې « د ساکاریا نه په ۸ میاشتو کې ۱۳۸ هیوادونو ته صادرات » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ساکاریا ولایت چې موټرو د صادراتو په برخه کې په لومړیو کتارونو کې ځای لري د روان کال په لومړنیو ۸ میاشتو کې د نړۍ ۱۳۸ هیوادونو او لسو ازاده تجاري سیمو ته د ۳ میلیارده ۳۳۹ میلیونه او ۶۰۷ زره امریکايي صادرو په ارزښت صادرات کړي دي.