د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1274573
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د صباح ورځپاڼې « په امریکا کې د ولسمشر اردوغان مصروف  پروګرام »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د ملګروملتونو د کلنۍ عمومي اسمبلې په غونډه کې د ګډون په خاطر  نیویارک ته سفر کړی . ولسمشر اردوغان به د سپټمبر په ۲۴ مه نیټه  د ملګروملتونو سازمان عمومي اسمبلې ته وینا وکړي. همداشان د ملګروملتونو سازمان عمومي سکترتر انتونیو ګوتریس سره به وګوري. همداشان ددې سربیره به د دومداره ودې هدفونو ته د رسیدو ته د لویو مسیرو ترنامه لاندې  د مشرانو د ډیالوګ په غونډه کې به ګدون وکړي  وینا به وکړي. همداشان د پاکستان د لومړي وزیر سره به په ګډه د نفرت نه ډکو ویناګانو پر خلاف د مبارزې تر نامه لاندې به د پروګرام  کوربه توب وکړي. د ترکیې مالیزیا او پاکستان  په درې اړخیزه  غونډه کې به هم ګډوون وکړي  او د یو زیات شمیر هیوادونو د ولسمشرانواو لومړي وزیرانو سره به  هم  لیدنې وکړي.

د خبرترک ورځپاڼې « ترکیې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان په اړه امریکا ته خبرداری ورکړ »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو د ریاست رئیس فخر الدین التون  امریکا ته د فتح الله ګولن  د خطراتو په اړه  خبرداری ورکړ. هغه  د ټولنیزې مډیا له لارې  په امریکا کې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان د غیري قانوني  فعالیتونو په اړه امریکا ته خبرداری ورکړ. هغه ویلي دي چې دې شریر او پلیط  سازمان ستاسې  مالیه  پټوي  او تاسې ته ستر مشکلات  رامنځته کوي. دا سازمان باید په جدي توګه د تعقیب لاندې ونیول شي.

د حریت ورځپاڼې « تکنوفسټ استانبول  فیستیوال په وروستۍ ورځ  ګڼه ګوڼه جوړه شوه» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د استانبول دهوايي او فضايي تکنالوژۍ فیستیوال تکنوفسټ په وروستۍ ورځ  د ډیر زیات  رش له امله ګڼه ګوڼه جوړه شوه. پرون د یکشنبې ورځ  په لسګونو زرو تنو  هیوادوالو  په استانبول کې د تکنوفسټ د تکنالوژۍ د فیستیوال نه لیدنه وکړه. په فیستیوال کې د ډیر زیات رش له امله د اتاترک د هوايي دګر په شاوخوا سیمو کې د ټرافیک ستونزه رامځته شوې وه. د ویلو ده چې  سږ کال  د تکنوفسټ  د فیستیوال  ګډون کوونکي  د اټکلونو نه  ډیره زیاته  لوړه وه. همداشان پدې فیستیوال کې  د الوتکو  په زړه پورو نندارو ګډون کوونکو ته نه هیریدونکې شیبې ورپه برخه کړې.

د ینې شفق ورځپاڼې « د استانبول هوايي ډګر د اوړي په میاشتو کې د ۲۸ میلیونو تنو مساپرو کوربه توب وکړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي.

سږ کال  د استانبول  هوايي ډګر  د مساپرو او الوتنو له پلوه  د تیر کال  په پرتله  دوه چنده  مساپرو کوربه توب کړی  او ډیرې زیاتې الوتکې کړي. تیر کال  د اتاترک هوايي ډګر د اوړي په درو میاشتو کې  د ۱۸ میلیونه ۸۲۲ زره او ۲۸۶ تنو مساپرو کوربه توب کړی وو چې سږ کال  د استانبول  هوايي ډګر بیا د ۲۸ میلیونو تنو کوربه توب کړی دی. همداشان  سږ کال د صبیحه ګوکچن هوايي ډګر  پدې درې میاشتو کې  د ۹ میلیونه ۴۶۸ زره او ۹۳۶ تنو کوربه کړی دی.

د سټار ورځپاڼې « د هنري اثارو صادرات په پنځو کلونو کې پنځه برابره  ډیر شوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې د هنري اثارو  صادرات پنځه برابره د لوړیدو سره  ۱۹ عشاریه ۷ میلیونو ډالرو ته  رسیدلي دي.

د ویلو ده  انګلستان چې په نړۍ کې تر ټولو زیات د هنري اثارو صادرونکی  دی خو په تیرو پنځو کلونو کې يي د صادراتو کچه ۵۵ سلنه راټیټه شوې ده .



اړوند خبرونه