د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د سټار ورځپاڼې « د ولسمشر اردوغان لخوا د اروپايي ټولنې سره د ویزې معافیت په اړه د ډیالوګ د بهیر د پیلولو هدایت » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اروپايي ټولنې سره د ویزې د معافیت په اړه د مذاکراتو په بهیر کې د اړوند شرطونو د پر ځای کولو په خاطر د چارو د ګړندي کولو هدایت وکړ. ولسمشر اردوغان پدې اړه یو متحدالمال خپور کړ. د ولسمشر اردوغان لخوا په خپور شوي متحدالمال کې راغلي دي چې « د ترکي وګړو لپاره د اروپا د ویزو د معافیت په خاطر د اروپايي ټولنې سره د مذاکراتو له سره د پیلولو او پدې اړه د ټولنې لخوا د ټاکل شوو شرطونو د پرځای کولو د چارو د ګړندي کولو غوښتنه کیږي. »
د صباح ورځپاڼې « د بهرنیو چارو وزارت لخوا د یونان په خلاف سخت غبرګون » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د مراد پاشاه د ښاروالۍ د هنډبال د لوبډلې او پاوک د لوبډلې ترمنځه په سیالۍ کې د بیرغ په اړه د رامنځته شوي بحران اړوند د غندنې پيغام خپور کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپور شوي پیغام کې راغلي دي چې د ۲۰۱۹ میلادي کال د سپټمبر په ۱۳ مه نیټه د ترکیې د مراد پاشاه د هنډبال لوبډلې او د یونان د پاوک لوبډلې ترمنځه د سیالۍ پر مهال رامنځته شوې پيښه په یونان کې د ترکیې د دښمنانانو څیره یو ځل بیا ټولې نړۍ ته ښکاره کړه. پداسې حال کې چې د لوبې په سالون کې د یونان بیرغ شتون درلود د ترکیې د بیرغ لرې کول د منلو وړ خبره نده او په کلکه توګه غندو. ترکیه یو ځل بیا په یوناني مقاماتو د سپورت په سیالیو او فیستیوالونو کې د داډول بهرنیو دښمنو او شدت پلویانو باندې د بندیز لګولو او هر ډول لازمو تدابیرو نیولو غږ کوي.
د ینې شفق ورځپاڼې « تکنوفسټ استانبول د تکنالوژۍ په فیستیوال کې د جزیري په نامه د الوتونکي موټر د ټولو توجه ځانته رااړولې ده » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې په کامله توګه د ملي او ځايي امکاناتو سره جوړ شوی د جزیري په نامه الوتونکی موټر تکنوفسټ استانبول د تکنالوژۍ په فیستیوال کې نندارې ته وړاندې شو. د ویلو ده چې دا موټر د نهو میاشتو په دننه کې جوړ شوی دی. ویل کیږي ددې موټر نه به په راتلوونکي کې د ښاري ټرانسپورت په برخه کې کار واخیستل شي. دا الوتونکی موټر به هم د بار انتقال او هم د مساپرو د انتقال په برخه کې وکارول شي.
د خبرترک ورځپاڼې « پرته د چلوونکو موټرو په اړه تر ټولو زیاته لیوالتیا په ترکیه کې شتون لري » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، ډیلیوټ مشورتي شرکت چې په نړۍواله کچه د محاسبې، کنټرول، مالیې او ادارې په برخو کې فعالیت کوي د ترکیې د موټر جوړولو د تولنې سره په ګډه په ترسره کړې څیړنه کې دا موندلې ته چې په نړۍ کې د پرته د چلوونکي د موټرو په اړه تر ټولو زیات لیوالتیا په ترکیه کې ښودل شوې ده.
په نړۍواله کچه ددې موټرو په اړه په ترکیه کې د لیوالتیا کچه ۶۷ سلنه ، په جرمني کې ۵۴ سلنه، په انلګستان کې ۴۸ سلنه او په امریکا کې ۴۷ سلنه ده.
د حریت ورځپاڼې « د ټولو وختونو ستر ریکارډ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکېې د انتالیا ولایت چې د ګرځندوی په برخه کې په نړۍ کې ځانګړی شهرت لري د ګرځندوی په برخه کې د جاذبې په مرکز بدل شوی دی. د ترکیې د ګرځندوی د پلازمینې په توګه یادیدونکي انتالیا ولایت ته سږ کال د جنوري د لومړۍ او سپټمبر د ۱۵ مو نیټو ترمنځه ۱۱ میلیونه، ۶۳۶ زره او ۴۵۰ تنه ګرځندویان راغلي دي. دې ښار پدې ډول هر وختونو ریکارډ مات کړی دی.