د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د سټار ورځپاڼې « ترکېې د کرکوک برید په کلکو ټکو وغنده » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې د عراق د کرکوک په ولایت کې برید چې په پایله کې ۶ تنو ترکمنانو ژوند د لاسه ورکړ په کلکو ټکو وغنده. د بهرنیو چارو وزارت پدې اړه په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې ترکیه پوره باور لري چې د عراق حکومت به په کرکوک ولایت برید چې د اتحاد او ملي یووالي سمبول دی فاعلینو ته تر ټولو سخته سزا ورکړي او د خپلو اعمالو په سزا به يي ورسوي.
د ینې شفق ورځپاڼې « په ایران کې په ښوونځیو کې د ترکي ژبې درسونه پیلیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ایران په ختیځ اذربایجان ولایت کې په نوي ښوونیز په ښوونځیو کې د ترکي ژبې په درسونو هم پيلیږي. د ختیځ اذربایجان ولایت د پوهنې رئیس جعفر پاشايي خبري رسنیو ته ویلي دي چې د سپټمبر د ۲۳ مې نیټې نه په اعتبار سره به په بعضو ښوونځیو کې د ترکي ژبې درسونه پيل شي. هغه وویل چې پدې ښوونځیو کې به زده کوونکو ته په اونۍ کې دوه ساعته ترکي ژبې درس ورکړل شي.
د وطن ورځپاڼې « د ترکیې د سونګر په نامه ډرون الوتکه په بم غورځوونکي وسلې سمبال شوه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې لومړنۍ په وسلو سمبال د سونګر په نامه ډرون الوتکه د ماشین دار نه وروسته دا ځل په بم غورځوونکې وسلې سمبال شوه. دا ډرون الوتکې به په نږدې راتلوونکي کې د ترکیې د وسله والو ځواکونو په اختیار کې ورکړل شي.
د حریت ورځپاڼې « په میلیونونو کسان د طبعیت او ملي پارکونو نه لیدنه کړې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د کرنې او ځنګلونو وزیر بکر پاک دیمیرلي وویل چې د لوی اختر د ورځې په ګډون د اګست د لسمې او ۱۸ مو نیټو ترمنځه د هیواد د طبعیت او ملي پارکونو نه ۴ میلیونه ۴۱۲ زره او ۴۱۸ تنو لیدنه کړې ده .
د صباح ورځپاڼې « د ژمنتیا اصل په نامه فلم د اوسکار جایزې ته نوماند شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د هیواد د نامتو فیلم جوړونکي سمیح کاپلان اوغلو لخوا جوړ شوی د ژمنتیا اصل په نامه فلم د ترکیې لخوا د اوکسار د جایزې لپاره نوماند کړی شو.
د ژمنتیا اصل فلم به د فلمونو په نړۍوال فیستیوال اوسکار کې چې په امریکا کې جوړیږي د ترکیې په استازیتوب ګډون وکړي . دا فیستیوال به د ۲۰۲۰ کال د فبروري په میاشت کې جوړ شي.