د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1256655
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د حریت ورځپاڼې « ولسمشر اردوغان د پوتین او ټرمپ سره  ټیلیفوني خبرې کوي »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ابراهیم قالن  پرون د کابینې د غونډې نه وروسته  د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې. قالن  د سورېې د ادلب په سیمه کې  د ترکیې د وسله والو ځواکونو په کتار د برید په اړه د پوښتنې په ځواب  کې وویل « مونږ خپل سخت غبرګون  روس پلو ته  وړاندې کړ. په راتلوونکو ورځو کې به ولسمشر اردوغان  د روسیې د ولسمشر پوتین او د امریکا د ولسمشر ټرمپ سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړي. پدې اړه په تماسونو پیل شوی دی .

د خبرترک ورځپاڼې « په سوریه کې د امن د سیمې د پلان د لومړۍ برخې تطبیق پرون پيل شو »  د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار  د سوریې په شمال کې د فرات نهر ختیځو برخو کې جوړیدونکي  د امن د سیمې  په اړه د خپل امریکايي سیال سره  د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې. هغه وویل چې  پدې ټیلیفوني خبرو کې  خپل نظریات  او توقعات  د خپل امریکايي  سیال سره  شریک کړل. هغه وویل چې  د امن سیمه  باید  پرته  د ضایع  د وخت نه   ټاکل شوي  پلان په مطابق  هر څه ژر  جوړه کړی شي.

په بیان کې راغلي دي چې  د ترکیې او امریکا  د دفاع وزیرانو د نن نه په اعتبار سره د نوموړي پلان د لومړۍ برخې د تطبیقولو په اړه  تفاهم وکړ.

همداشان دواړو وزیرانو  د پلان د نورو  پړاونو د تطبیق په خاطر په نږدې ورځو کې د دواړو هیوادونو  پوځي هیتان  په پلازمینه انقره کې سره  د غونډې کولو  په اړه تفاهم وکړ. 

د سټار ورځپاڼې « په ترکیه کې د الوتکو فابریکه جوړیږي »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې  د صنایع او تکنالوژۍ وزیر مصطفی وارانک  وویل چې  د ترکي پانګه والو اړوند  په جرمني کې فعالیت کوونکي  د هوايي چارو شرکت  په ترکیه کې د الوتکو جوړولو فابریکه جوړوي. هغه وویل چې د ترکي پانګه والو لخوا د نړۍ په هره برخه کې پانګه اچونه  د خپلو تجاربو  او ترلاسه کړو عوایدو سره په ترکیه کې  د مهمو ګامونو اوچتول  زمونږ لپاره ځانګړی اهمیت لري. هغه وویل چې  دې د اکویلا د الوتکو شرکت  سږ کال په جرمني کې د طرحې او ډیزاین  جایزه ترلاسه کړې ده.

د ینې شفق ورځپاڼې  لیکلي دي سږ کال ترکیې ته راغلو سیلانیانو د تیر کال په پرتله په ترکیه کې ۷۰ سلنه  لا زیات  مصرف کړی  او بازارونو کې توکي پیرودلي دي.

ویل کیږي  سږ کال  په ترکیه کې  هر تن سیلاني  په اوسط ډول  ۶ زره ۷۸۲ ترکي لیرې په مصرف رسولي دي. پدې برخه کې د قطر ګرځندویان په لومړي کتار کې ځای لري.

د وطن ورځپاڼې « چین ته ۵ میلیونه ټنه ترکي مرمر صادر شوي »  دسرلیک لاندې لیکلي دي، په انقره کې د چین لوی سفیر دینګ لري ویلي دي ترکیې  یواځې تیر کال  چین ته  ۵ میلیونه ټنه  مرمر  صادر کړي دي.

ترکیه  د مرمرو صادراتو ۵۰ سلنه چین ته  ترسره کوي.



اړوند خبرونه