د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1255355
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د وطن ورځپاڼې « د پ ک ک ترهګرې ډلې  ته ملا ماتوونکی  ګوزار »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د حقاري، شرناق او وان  په ولایت کې  د پ ک ک ترهګرې ډلې پر خلاف  د ژاندارم، پولیسو، ملي امنیت او پوځ په ګډون  عملیات پیل شول. ددې عملیاتو مشري د ژاندارم  عمومي قومندان په غاړه لري.

د سټار ورځپاڼې « ترکیه- روسیه او اذربایجان د انرژۍ او ټرانسپورت د همکارۍ غونډه جوړوي »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، په انقره کط د روسیې څیړنیز انیستیتیوت لخوا د اګست په ۲۱ مه نیټه  د ترکیې- روسیې او اذربایجان د انرژۍ او ټرانسپورت د همکارۍ غونډه جوړیږي. پدې غونډه کې به په قفقاسونو او منځني اسیا په سیمه کې په نوو همکاریو خبرې وشي. پدې غونډه کې به د درې واړو هیوادونو متخصصین د ناځواب شوو پوښتنو ته  ځواب وموندي.

د حریت ورځپاڼې « ترابزون ولایت ته  د ځايي او بهرنیو ګرځندویانو  مخه »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ترابزون ولایت نه په تیرو ۱۷ کلونو کې  ۱۴ میلیونه ۳۱۸ زره او ۹۳۴ زرو تنو ځايي او ۳ میلیونه او ۲۰۰ زرهاو ۶۲۵ تنه بهرنیو سیلانیانو  لیدنه کړې ده . ویل کیږي په تیرو ۱۷ کلونو کې  د ترابزون ولایت نه  پنځه برابره  لا زیات ګرځندویانو لیدنه کړې ده . په خبر کې راغلي دي پداسې حال کې چې په ۲۰۰۲ کال کې د ترابزون ولایت نه داخلي او بهرنیو جمعآ ۳۵۳ زرو تنو  سیلانیانو نه لیدنه کړې وه  په ۲۰۱۸ کال کې دا رقم  یو میلیون او ۷۶۶ زرو تنو ته  لوړ شوی دی. یواځې د روان کال په لومړنیو ۷ میاشتو کې ددې ولایت نه ۶۲۶ زرو تنو سیلانیانو لیدنه کړې ده.

صباح ورځپاڼې « ترکش ایرلاین په اختر کې  ۲ عشاریه ۴ میلیونه تنه مساپر انتقال کړي »  د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې هوايی کرښو شرکت ترکش ایرلاین  د لوی اختر په ورځو کې جمعآ دوه میلیونه ۳۸۰ زره تنه مساپر انتقال کړي دي. دې شرکت د اختر په ورځو کې د نړۍ ۱۲۵ هیوادونو ته  ۱۵ زره ۲۶۹ سفرونه کړي دي.

د ینې شفق ورځپاڼې « ترکیه د څلورو توکو په تولید او صادراتو کې په نړۍ کې لومړی  مقام لري » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیه د فندقو، اینځرانو، ګیلاسو او قیسي  په تولید او صادراتو کې په نړۍ کې لومړی مقام لري .

د ویلو ده چې په نړۍ کې  ترکیه د نړۍ ۶۷ سلنه فندق  تولیدلوي. همداشان  د ګیلاسو ۲۶ سلنه  ، د اینځرانو ۲۷ سلنه او د قیسي  ۲۳ سلنه په ترکیه کې تولیدیږي.

 



اړوند خبرونه