د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د سټار ورځپاڼې « اردوغان : فرانسه د ختیځې مدیترانې په اړه د څه ویل حق او صلاحیت نلري » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ختیځې مدیترانې د روانو پرمختګونو په اړه د فرانسې لخوا د شوو څرګندونو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود او وویل « فرانسه د ختیځې مدیترانې په اړه د څه ویلو حق او صلاحیت نلري. د ختیځې مدیترانې د مسئلې په اړه ترکیه د ضمانت کوونکي هیواد په توګه د خبرو حق او صلاحیت لري. یونان او انګلستان يي د ضمانت کوونکو هیوادونو په توګه لري. خو فرانسه په هیڅډول ددې مسلې په اړه د مداخلې او څه ویلو حق نلري.»
د حریت ورځپاڼې « اردوغان : په راتلوونکي میاشت کې به ترکیې ته اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو سیستم وسپارل شي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې نه د د اخیستل شوو اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو په اړه ارزونې وکړې. هغه وویل چې د امنیتي اړتیا په برخه کې مختلفو او نورو وړاندیزونو ته هم زمونږ دروازه تل خلاصه ده. ترکیه پدې مسئله کې د چا نه اجازې اخیستو ته اړتیا نلري او د چا فشارونو ته خو هیڅکله هم غاړه نه ږدي.
د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو مسئله په مستقمه توګه زمونږ د ملي حاکمیت پورې اړوند مسئله ده. پدې اړه په شا ګام اوچتول ناممکنه خبره ده.
د صباح ورځپاڼې « ترکیه به په راتلوونکو پنځو کلونو کې ملي دفاعي سیستم تولید کړي» د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیه د عراق په شمال کې د پ ک ک ترهګرې ډلې پر خلاف په روانو عملیاتو کې د خپلو ځای او ملي اوږد واټنه بورا په نامه توغندیو نه کار اخلي. د دفاعي صنایعو د متخصصینو په اند ترکیه چې د تیرو ۳۰ کلونو راهیسې توغندي تولیدوي په راتلوونکو پنځو کلونو کې د روسیې اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو ته ورته دفاعي سیستم تولیدولی شي. د ویلو ده چې ترکیه دم ګړۍ د بورا توغندی د واټن د اوږدو په اړه کار کوي. دا توغندي چې ۲۸۰ کیلومتره واټن لري په پام کې ده چې زرو کیلومترو ته لوړ کړی شي.
د ینې شفق ورځپاڼې « د روسیې د پولیسو نه وروسته عسکر هم د رخصتۍ په خاطر ترکیې ته راځي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، روسیې د کورنیو چارو وزارت په ۲۰۱۴ کال کې د ناټو سازمان په غړیو هیوادونو کې د پولیسو لپاره د رخصتۍ په تیرولو بندیز لګولی وو. پدې لست کې ترکیې هم شتون درلود. د کلونو کلونو وروسته د روسيې د کورنیو چارو وزارت روس پولیسو ته په ترکیه کې د رخصتۍ د تیرولو اجازه ورکړه.
همداشان دا ځل روسیه عسکرو ته هم په ترکیه کې رخصتۍ تیرولو ته د اجازې ورکولو لپاره تیاری نیسي.
د خبرترک ورځپاڼې « زراعت بانک تر ټولو د ښې نړۍوالې پروژې جایزه ترلاسه کړه» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د زراعت بانک په مالي برخو کې د نړۍ تر ټولو د باپرستیژه جایزې لایق وګنل شو.
د زراعت بانک دا جایزه تر ټولو د ښې نړۍوالې پروژې په برخه کې ترلاسه کړه.