د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1206777
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د وطن ورځپاڼې « آمنه اردوغان : ترکیه په بشري مرستنو کې د نړۍ تر ټولو سخاوتمنده هیواد  دی »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان میرمن آمنې اردوغان د سویس د جنیوا په ښار کې  جوړه  شوې  د نړۍوال روغتیا په ۷۲ یمې اسمبلې کې  وینا وکړه.

امنې اردوغان وویل چې  په نړۍ کې  تر ۱۳۲ میلیونو تنو ډیر انسانان  بیړنیو مرستو ته اړتیا لري. د همدې امله  هر سړی پدې برخه کې جلا جلا مسئولیتونه لري. د همدې امله  مونږ  د ترکیې په توګه  د نړۍ په درد او غم  باندې سترګې پټولی نشو. ترکیه  په کال کې  څه باندې ۸ میلیارده ډالره  بشري مرستې کوي چې دا زمونږ  د ناخالصو ملي عوایدو ته په کتو سره  د نړۍ تر ټولو زیاته مرسته ده.

د ینې شفق ورځپاڼې « د تاش اوجو د کښتۍ جوړولو د فابریکې د له سره  رغولو مسئلې یو ځل بیا په اجندا کې ځای ونیو »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د فبرس د روم ادارې لخوا  فرانسې ته د پوځي هدې د ورکولو سره  یو ځل بیا د ټولو  پام مدیترانې ته  واوښت. همداشان  د ترکیې لخوا په ۱۹۹۹ کال کې  نیول شوی  تصمیم چې  په اړه يي عملي ګامونه نه وو پورته شوي  یو ځل بیا  په اجندا کې ځای نیولی دی. ددې پریکړې له مخې  ترکیه غواړي چې د مرسین د تاش اوجو په سیمه کې  د کښتۍ جوړولو فابریکه جوړه کړي. دا فابریکه به د سولې پر مهال  تجاري او د جګړې پر مهال  به بیا د هیواد د سمندري ځواکونو لپاره کار کوي.

د صباح ورځپاڼې « په ۱۵ کلونو کې ۵ ماډله » د سرلیک  لاندې لیکلي دي، ترکیې د ملي موټر د جوړولو چارې ګړندې کړې. د موټر طرحه او ډیزاین سرته رسیدلي دي. د روان کال تر پایه پورې به يي  نمونه  جوړه شي. د نوموړې پروژې په چوکات کې په پاک کې ده  چې  په ۱۵ کلونو کې ۵ ماډله جوړ شي.

د حریت ورځپاڼې « د اختر پر ورځو کې به ګرځندوی سیستم  په حرکت راشي »  د سرلیک  لاندې لیکلي دي، د ترکیې  د ګرځندوی د مهمو مرکزونو نه  د پاموک قلعه په سیمه کې چې د نړۍوالو میراثونو په لست کې هم  شامله ده  د روژې په میاشت کې هم  ګرځندوی  سکتور  په غوځیدو راغلی دی.

د اختر د رارسیدو سره  د پاموک قلعه په ښار کې  ډیری هوټلونه  وار د مخه  ریزرف شوي دي. پدې ښار کې هوټلونه  وار د مخه سل په سلو کې  ډک شوي دي.

د سټار ورځپاڼې « د لایزر وسلې نه به په هوايي دفاعي برخو کې کار اخیستل کیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د دفاعي صنایعو مهمو  کمپنیو  د لایزر وسلونه  د هوايي دفاعي سیستم  په برخه کې د کار اخیستو په خاطر  په چارو پيل کړی دی.

د اسلسن، راکټسن، ایرمکسن، ساور  د ترکیې د علمي او تکنالوژیکو څیړونو د ادارې او ګبزه  د تخنیک  پوهنتون سره  په ګډه  د لایزر  هوايي دفاعي سیستم  پروژه  جوړه کړې ده .

دا سیستم  به په کښتیو کې هم  نصب کړی شي. ددې سیستم نه به د توپ، هاوان  او هر ډول  توغندیو د شنډولو او لمنځه  وړولو په برخه کې کار واخیستل شي.   



اړوند خبرونه