د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1205219
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د سټار ورځپاڼې « د ولسمشر اردوغان د اس ۵۰۰ توغندیو د وړاندیز په اړه د روسیې لخوا ځواب »  د سرلیک لاندې لیکلي دي روسي متخصصینو د ولسمشراردوغان د هغه څرګندونو په اړه چې ویلي وو  د روسیې نه د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو د رانیولو نه وروسته غواړو چې د اس ۵۰۰ توغندي په ګډه تولید کړو  ویلي دي  چې دا خبره د امکان نه لرې نده. روس متخصصینو ویلي دي چې  ترکیې ددینه وړاندې هم  د روسیې سره  د پنځم نسل ښکاري جنګي الوتکو په ګډه د جوړولو  لپاره د همکارۍ په خاطر پوره چمتوالی ښودلی وو.

د صباح ورځپاڼې « د استانبول هوايي دګر نړۍواله جایزه ترلاسه کړه »  دسرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د استانبول نوي هوايي ډګر  د امریکا  متحده ایالتونو د سیاحت مجلې  ګلوبل تراویلر جایزې لایق وګنل شو. دې مجلې  د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر د لومړۍ او ۲۰۱۹ کال د جنوري د میاشتې د لومړۍ نیټې ترمنځه په نړۍواله کچه په ترسره کړې نظرسنجۍ په پایله کې استانبول هوايي ډګر ددې جایزې لایق ګڼلی دی.

د ینې شفق ورځپاڼې « ترکیې لویدیځې مدیترانې سیمې په ۴ میاشتو کې د ۶۲ میلیونو ډالرو په ارزښټ ټماټر صادر کړي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د انتالیا، اسپارتا او بورسا ولایتونو د صادراتو ټولنې ویلي دي چې  د روان میلادي کال په لومړنیو څلورو میاشتو کې  نړۍ ته  د ۱۵۷ میلیونه ۴۹۳ زره او ۹۷۷ امریکايي ډالرو په ارزښت تازه میوه  او سابه  صادر کړي دي. د ویلو ده چې د ۱۵۷ میلیونو نه  د ۱۳۰ میلیونو ډالرو  تازه سابه او ترکاري  صادر شوي دي.

دې ولایتونو  د روان کال په لومړنیو ۴ میاشتو کې تر ټولو ډیر صادرات  روسیې او جرمني ته کړي دي. پدې ۴ میاشتو کې روسیې ته  د ۲۳ میلیونو ۴۶۰ زره او ۲۰۸ امریکايي ډالرو  میوه او ترکاري صادرات شوي دي. همداشان جرمني ته هم  د ۲۳ میلیونو ۴۳۵ زرو او ۸۶۱ امریکايي ډالرو صادرات ترسره شوي دي.

د خبرترک ورځپاڼې « تورستیک ختیځ ایکسپرس ریل ګاډی لومړني سفر ته چمتوالی نیسي »  د سرلیک لاندې لیکلي دي د ختیځ ایکسپرس اورګاډي  ته  د توجه د جلبولو په خاطر د ترسره شوو هلو ځلو، ددې اورګاډي د خوندور  مساپر کیسې په ټولنیزې مډیا کې  خپریدو  او د سیاحتي نماینده ګیو  د همکاریو  سره  د ختیځ ایکسپرس اورګاډي مساپر د هرې ورځې په تیریدو سره  مخ په ډیرو دي. حتا  نن ورځ  ددې اورګاډي  ټکټونه  یوه اوونۍ مخکې  ختمیږي.

د هیواد د ټرانسپورت وزیر جاهد تورخان او د کولتور او ګرځندوی وزیر محمد نوري ایرسوی وویل چې  د ختیځ ایکسپرس  اورګاډي لپاره مو ښه بدیل د موندولو په خاطر  د تورستیک ختیځ ایکسپرس اورګاډي په سفرونو پيل کوو. د ټرانسپورت وزیر وویل چې دا اورګاډی به خپل لومړنی سفر  د مې په ۲۹ مه نیټه ترسره کړي. دا اورګاډی به د انقرې او قارس ولایتونو ترمنځه  ۱۳۰۰ کیلومترۍ واټن په ۲۵ ساعتونو  کې  سرته ورسوي. د سفر په ترڅ کې به د ۵۳ تم ځایونو نه تیر شي.

د حریت ورځپاڼې « د اخلارا وادي  د ټولو توجه  جلب کړې ده » د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې د اخلارا وادي  د کورنیو سیلانیانو سربیره  د بهرنیو سیلانیانو په مهم  مرکز  بدل شوی دی. یاد شوي وادي د تاریخي  اثارو او طبعي ښکلا سره  انسان ته  ارامتیا وربښي. د پسرلي په رارسیدو سره  کورني او بهرني سیلانیان د سیمې پر لورې مات شوي دي.

د ویلو ده چې تیر کال  د یادې شوې وادي یواځې د ۵۰۱ زره او ۱۵۸ بهرنیو سیلانیانو کوربه توب کړی وو.

دا وادي چې د کاپادوکیا او اقسرای ولایتونو ترمنځه  پرته  ده  ټول هغه  سیلانیان چې کاپادوکیا ته سفر کوي خامخا ددې وادي نه هم  لیدنه کوي. په سیمه کې تاریخي کلیساګانې، ډول ډول  بوټې او ګلان، تک شین  طبعیت  په انسان جادو کوي.



اړوند خبرونه