د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د خبرترک ورځپاڼې « ټرمپ ترکیې ته راځي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ترکیې ته د امریکا د ولسمشر دونالد ټرمپ د سفر په اړه ویلي دي چې دقیق تاریخ لا تر اوسه پورې معلوم ندی ، د جولای د میاشتې په ګډون په مختلفو تاریخونو خبرې روان دي. د تاریخ د معلومیدو نه وروسته به د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ د لومړي ځل لپاره ترکیې ته سفر وکړي.
د سټار ورځپاڼې « ترکیه : د سوریې په شمال کې د ټولو ترهګرو ډلو د تصفیې هوډ لرو» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ابراهیم قالن د سوریې لپاره د امریکا متحده ایالتونو د ځانګړي استازي جیم جعفري په پلازمینه انقره کې لیدنه وکړه. د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند پدې لیدنه کې د ترکیې د ملي امنیت په برخه کې لومړیتوبونه یو یو بیان کړل. پدې لیدنه کې په سوریه کې د فرات سیند ختیځو برخو کې د موجودو ترهګرو او په ټوله سوریه کې د ترهګرو ډلو پر خلاف په مبارزې، د امن سیمې د جوړولو، منبج په پلان، داعش، پ ک ک ، وای پ جي او پ وای جي ترهګرو ډلو په ګډون د ټولو ترهګرو ډلو پر خلاف په مبارزې، د ادلب د تفاهم د حفظولو، سوریې د ارضي تمامیت ، سیاسي حل لارې او سوریې د بیارغونې په مسئلو خبرې وکړې.
د ینې شفق ورځپاڼې « ولسمشر اردوغان د امریکا مسلمانې سندر غاړې دیلا میلیس ته مبارک وویله » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ولسمشر اردوغان په استانبول کې د ښځو او ډیموکراسۍ وقف په ورکشاپ کې ګډون وکړ. د ویلو ده چې ولسمشر اردوغان او میرمن يي آمنې اردوغان دې ورکشاپ ته د امریکا مسلمانه سندر غاړې ویلا میلیس ته بلنه ورکړې وه. ولسمشر اردوغان میلیس ته په اسلام د مشرفیدو له امله مبارکي وویله.
امریکايي سندرغاړې د ولسمشر اردوغان سره د لیدنې نه وروسته خبریالانو ته وویل چې نن مې د نړۍ د یو مشهور مشر ښاغلي اردوغان سره ولیدل، د هغې د میرمنې سره مې غیږ ورکړه. ډیر ښکلې او نه هیریدونکې شیبې دي.
د وطن ورځپاڼې « انتالیا ته د راغلو سیلانیانو نوی ریکارډ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، انتالیا ولایت ته د اپریل په میاشت کې پدې وروستیو کلونو کې تر ټولو ډیر ګرځندویان راغلي دي. پداسې حال کې چې د کال په لومړنیو ۳ میاشتو کې انتالیا ولایت ته ۵۷۱ زره او ۲۰۷ تنه ګرځندویان راغلي وو یواځې د اپریل په میاشت کې دې ښار ته ۹۰۵ زره او ۳۲۲ تنه ګرځندویان راغلي دي. د ویلو ده چې دا رقم د تمو او توقعاتو نه ډیر ډیر لوړ دی چې ټول يي د حیرانتیا سره مخ کړي دي. د سیمې د ګرځندوی د سکتور چارواکي وايي چې ددې خبرې لامل د مسیحیانو د پاسکالیا اختر دی. ډیری ګرځندویانو د اختر د رخصتیو نه په استفادې سره انتالیا ته راغلي دي.
د حریت ورځپاڼې « د ترکیې د هوايي کرښو د اروپا د اتلولیو په لیګ کې د ترکیې دوه لوبډلو سیمې فاینل ته لار وموندله » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د هوايي کرښو د اروپا د باسکتبال د اتلولیو د لیګ په سیالیو کې د ترکیې د انادولو ایفس لوبډلې د اسپانیا د بارسلونا لاسا لوبډلې ته په خپل کور کې ۸۰ د ۷۱ په مقابل کې ماتې ورکړه.
همداشان ددینه وړاندې د ترکیې یوې بلې د فنرباغچه بیکو لوبډلې هم د لیګ سیمې فاینل ته لار موندلې وه.
په سیمې فاینل لوبو کې به د ترکیې دوه لوبډلې به نیمه پایلوبې ته د لار موندنې په خاطر د اسپانیا د ریل مادرید او د روسیې سي اس کا ای مسکو د لوبډلې سره سیالي وکړي. همداشان ددې لیګ پایلوبه به د مې په ۱۹ مه نيټه ترسره شي.