د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ینې شفق ورځپاڼې « چاوش اوغلو : د امریکا د تحریمونو د پریکړو سره مخامخ یو»
د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وویل چې امریکا متحده ایالتونو د ایران په نفتو د لګولو تحریمونو نه ۸ هیوادونه استثناء اعلان کړي وو چې اوس يي دا حق هم واخیست. امریکا ویلي دي چې د استثناء موده نوره نه غځوي چې د همدې امله د هغوي د تحریمونو د پریکړې سره مخامخ یو. چاوش اوغلو وویل چې اروپايي ټولنې هم د امریکا ددې پریکړې سره مخالفت ښودلی دی. د امریکا دا پریکړه به یو زیات شمیر هیوادونه اغیزمن کړي.
د صباح ورځپاڼې « د عراق په شمال هوايي بریدونه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې وسله والو ځواکونو اړوند جنګي الوتکو د عراق په شمال ې د هارکوک په سیمه کې د پ ک ک ترهګرې ډلې په تثبیت کړو هدفونو درانده هوايي بریدونه وکړل. پدې هوايي بریدونو کې د یادې شوې ترهګرې ډلې اړوند یو زیات شمیر موضع ګانې، د وسلو او مهماتو ډیپوګان، د تجمع مرکزونه او کمپونه له منځه وړل شوي دي.
د سټار ورځپاڼې « د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د اپریل د ۲۳ مې په مناسبت ځانګړي مراسم » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د هیواد د پوهنې وزیر ضیا سلجوق په مشرۍ هیئت حضور ته قبول کړ. پدې لیدنه کې د هیواد د ماشومانو په استازیتوب یو زیات شمیر ماشومانو هم ګډون کړی وو. ولسمشر اردوغان دلته ماشوماتو ته په خطاب کې په وینا کې وویل « د استقلال د جګړې د اور لمبې تل زمونږ د ملت لپاره مشعل ګرځیدلی دی. د همدې امله تاسې هم د خپلو خیالونو پر وړاندې هیڅډول خنډ ته اجازه مه ورکوۍ. »
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د هر کال د اپریل د ۲۳ مې ورځې په څیر سږ کال هم خپله څوکۍ په سمبولیکه توګه ۱۲ کلن زده کوونکې ته پریښوده. ۱۲ کلن زده کوونکي اوزان سوزي یاتار اوغلو په سمبولیکه توګه د کابینې د غونډې مشري وکړه او د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.
د خبرترک ورځپاڼې « ترکیې د انګلستان او جرمني زندانونو لپاره امنیتي ماشینونه صادر کړل » د سرلیک لاندې لیکلي دي، پدې وروستیو کلونو کې د ترکي شرکتونو لخوا تولید شوي امنیتي ماشین الات په نړۍ کې په کارولو پیل شوې ده . د ترکیې الکترال شرکت لخوا جوړې شوي امنیتي دروازې د انګلستان او جرمني د زندانونو سربیره په یو زیات شمیر هیوادونو کې په دولتي اداراتو، موزیمونو ، هوايي ډګرونو او مهمو ځایونو کې کارول کیږي. نوموړي ماشین الات په امنیتي برخه کې ډیر مهم رول لوبوي.
د وطن ورځپاڼې « د ترکش ایرلاین د انقرې او باکو ترمنځه مخامخ الوتنې پيل کړې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملکي هوايي چلند شرکت ترکش ایرلاین د انقرې او باکو ترمنځه مخامخې الوتنې پیل کړې. د انقرې نه باکو ته د لومړي مخامخ الوتنې په خاطر د اذربایجان په پلازمینه باکو کې د حیدر عليوف په هوايي ډګر کې ځانګړي مراسم جوړ شوي وو. پدې مراسمو کې د اذربایجان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر نادر حسینوف، په اذربایجان کې د ترکیې لوی سفیر ایرکان اوزاورال، د شمالي قبرس ترک جمهوریت سیاسي نماینده او د ترکش ایرلاین د شرکت مرستیال عبدالکریم چای سربیره د اذربایجان د ټرانسپورت د وزارت استازو ګډون کړی وو.