د ترکیې د ورځپانو سرټکي

د ترکیې د ورځپانو سرټکي

1187830
د ترکیې د ورځپانو سرټکي

 

د سټار ورځپاڼې « په امریکا کې د ترکیې صنعي پارکونه  جوړیږي »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان او امریکا د ولسمشر دونالد ټرمپ ترمنځه  د ترکیې او امریکا  سوداګریز حجم  ۷۵ میلیاردو ډالرو ته  د لوړولو په مسلې  د تفاهم  نه وروسته  دې هدف ته د رسیدو په خاطر  د ترکيې شرکتونو په ګډه توګه د حرکت کولو  پریکړه وکړه. ترکي شرکتونو د امریکا د ولسمشر ټرمپ لخوا په ځینو توکو  د مالیې د لوړولو  د ستونزې  د حلولو په خاطر  په امریکا کې د ترکیې د صنعتي پارکونو د سیمې د جوړولو پلان جوړ کړی دی. د ترک امریکن سوداګریریزې ټولنې په نوموړې پروژه کې د ګډون کوونکو  ترکي شرکتونو په وړاندیزونو راټولو پيل کړی دی. ویل کیږي دا ټولنه به د ۲۰۱۹ کال تر پایه پورې  وړاندیزونه ټول کړي  او د ترکیې د صنعتي پارکونو د سیمې د جوړولو په څرنګتیا به  کار پیل کړي.

د خبرترک ورځپاڼې « هواوې  شرکت  ترک پروفیسور قهرمان  اعلان کړ »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د چین د تکنالوژۍ نامتو شرکت  هواوې  مشر  ګوو پینګ  وویل چې  د ترکیې نامتو پروفیسور ډاکټر ایردال اري کان  یواځې د ترکیې د معلوماتي تکنالوژۍ لپاره نه بلکې د معلوماتي تکنالوژۍ د برخې  یو واقعي اتل دی. هغه ویلي  دي چې پروفیسور اري کان  د ۵ جي مخابراتي سیستم په اړه  یوه مقاله لیکلې وه  او مونږ ددې مقاله ولوسته  او په ارزښتونو مو ورته ځان ښه پوه کړ. همداشان ددې مقالې نه مو ښه ګټه اوچته کړه. دې مقالې په نړۍ کې د   ۵  جي سیستم  د پرمختګ د مسئلې سره  ډیره زیاته مرسته وکړه.

هغه ویلي دي چې  په پنځه جي سیستم کې به نړۍ د ترک تکنالوژۍ نه استفاده وکړي  او د نړۍ نورو برخو ته به هم ورسیږي. د ۵ جي د سیستم  د کودونو په لیکولو کې ترکیې مشري کړې ده چې د ترکیې  خلک باید پدې افتخار وکړي.

د ینې شفق ورځپاڼې « بهرنیان تر ټولو ډیر  په استانبول کې کورونه رانیسي » د سرلیک  لاندې لیکلي دي، په تیر یو کال کې  په ترکیه کې  بهرنیو وګړو ۴۶ زره۲۴۳ کورونه رانیولي دي. د ویلو ده چې  سږ کال په ترکیه کې په بهرنیو وګړو د ګورونو په خرڅلاو کې د تیر کال په پرتله ۱۰۸ سلنه ډیروالی راغلی دی. ویل کیږي  بهرنیانو  تر ټولو ډیر کورونه په استانبول کې  رانیولي دي. همداشان په دویم کتار کې بیا د انتالیا ولایت شتون لري. د یادولو وړ ده چې پدې وروستیو کې د امریکا وګړو هم په ترکیه کې د غیرې منقول اموالو په رانیولو پيل کړی دی.

د حریت ورځپاڼې « د سږ کال لومړنۍ لویه توریستیکه  کښتۍ ترکیې ته راغله » د سرلیک لاندي لیکلي دي، د ترکیې د ایدن ولایت د کوش اداسي  ولسوالۍ ته  د مالتا د هیواد  ستره  سیاحتي کښتۍ  د ۶۲۰ تنو  سیلانیانو سره  راغله. کښتۍ د کوش اداسي په ولسوالۍ کې لنګر واچو. د ویلو ده چې  سږ کال دا لومړنۍ سیاحتي کښتۍ ده چې راځي. پدې کښتۍ کې ډیر د امریکا او انګلستان ګرځندویان ترکیې ته راغلي دي. ګرځندویانو د ایزمیر ولایت د سلجوق په ولسوالۍ کې د ایفس لرغوني ښار او بي بي مریم  د کور نه لیدنه وکړه.

///////////////

د صباح ورځپاڼې « په نړۍ کې د طبعي منظرې د ښکلا له پلوه  د څلورو ریل ګاډو د لارو نه  یوه هم  په ترکیه کې موقعیت لري » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې د ختیځ ایکسپرس  د ریل ګاډي ترڅنګ به  سیاحتي ختیځ ایکسپرس ریل ګاډی  په فعالیت پيل وکړي. دا ریل ګاډی به  د انقرې او قارس ولایتونو ترمنځه  د تاریخي او توریستیکو سیمو نه  تیریږي. د ویلو ده چې  په نړۍ کې د طبعي منظرې او ښکلا له پلوه د ریل ګاډو د څلورو لارو نه یوه  په ترکیه کې د ختیځ ایکسپرس د ریل ګاډي لاره. دا ریل ګاډی د ګرځندویانو او په ځانګړې توګه د طبعیت د عکاسانو، ځوانانو  او طبعیت دوستو  کسانو لپاره په ډیر  کمه بیه  ډیر ستر خدمت وړاندې کوي. سیاحتي ختیځ ایکسپرس اور ګاډی  به  انقرې نه  قارس ولایت ترمنځه سفر په ۲۷ ساعتونو کې ترسره کړي.  



اړوند خبرونه