د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د خبرترک ورځپاڼې « ترکیه به د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو د سیستم په اړه په شا ګام پورته نکړي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وویل چې ترکیې د روسیې نه د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو سیستم د رانیولو مسئله نوره ختمه ده. ځکه چې ددې تړون هر څه ختم دي. ترکیه اوس په شا ګام نشي اوچتولی. هغه وویل چې اس ۴۰۰ دفاعي سیستم د اف ۳۵ ډوله نوي نسل جنګي الوتکو په ګډون د ناټو سیستمونو ته د دښمن په سترګه نه ګوري. همداشان هغه د اف ۳۵ ډوله جنګي الوتکو په اړه وویل چې « امریکا د اف ۳۵ ډوله جنګي الوتکو په مسئله کې ترکیه ته د نورو هیوادونو په سترګه کتلی نشي. ځکه چې ترکیه ددې پروګرام شریک هیواد دی. ترکیه ددې پروګرام یوه پارچه ده. »
د سټار ورځپاڼې « جرمني د انرژۍ په برخه کې د ترکیې سره همکاري غوښتنه کوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د جرمني د اقتصاد او انرژۍ د وزارت سلاکار ویلي دي چې هیواد يي د ترکیې تر ټولو ستر اقتصادي شریک دی. هغه ویلي دي چې پدې وروستیو کې ترکیې تر ټولو زیات نوې کیدونکي انرژۍ ته مخه کړې ده. جرمني غواړي چې د انرژۍ په برخه کې د ترکیې سره لا نږدې همکاري ولري. همداشان هغه ویلي دي چې د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځه د ګمرکاتو د یووالي د بیا کتنې مسئله هم په اجندا کې قرار لري. اروپايي ټولنه پدې مسئلې غور کوي. هغه ویلي دي چې د دواړو خواوو په غوښتنه د ازادۍ سوداګرۍ په برخه کې کیدای شي چې مهم پرمختګ رامنځته شي. د ترکي دوستانو سره پدې اړه د تماس په حال کې یو.
د صباح ورځپاڼې « د روسیې سره په تجارت کې هدف ۱۰۰ میلیارده ډالره » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې او روسیې اقتصادي اړیکو د لا قوي کولو په خاطر یو بل ډیر مهم ګام هم اوچت شو. ترکیه د جولای په میاشت کې په روسیه کې جوړیدونکی د صنایع په نندارتون کې د شریک هیواد په توګه ګډون کوي. د ویلو ده چې دم ګړۍ د ترکیې او روسيې ترمنځه سوداګریز حجم ۲۵ عشاریه ۷ میلیارده ډالره دی خو هدف دا رقم ۱۰۰ میلیاردو ډالرو ته رسول دي.
دواړه هیوادونه به د بهرني تجارت په خاطر یو ګډ پلان جوړ کړي. ددې پلان له مخې به ترکیه او روسیه په ګډه د دریمګړو هیوادونو بازارونو کې په ګډه کار وکړي.
د ینې شفق ورځپاڼې « د بوټانو د فیشن نړۍوال نندارتون پرانیستل شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د بوټانو د فیشن نړۍوال نندارتون د ۶۱ ځل لپاره د استانبول د یشیل کوی په سیمه کې پرانیستل شو. د ویلو ده چې پدې نندارتون کې تر زرو ډیرو د بوټانو نړۍوالو شرکتونو خپل وروستي موډل بوټان نندارې ته وړاندې کړي دي. ویل کیږي پدې نندارتون کې د روسيې نه نیولي تر امریکا او اروپا پورې د نړۍ د ۶۰ هیوادونو نه سوداګرو ګډون کړی دی. ویل کیږي پدې نندارتون کې بهرنیو سوداګرو تر ټولو زیات په لاس جوړ شوي فرمایشي بوټان خوښ کړي دي. نندارتون به د اپریل تر شپږمې پرانیستی وي.
د حریت ورځپاڼې « د ترکیې د مرغان جنت د ګرځندویانو پر مخ پرانیستل کیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د هتای ولایت د کرک خان د ولسوالۍ د ګول باشي جهیل چې د ۱۹۳ ډوله مرغان کوربه توب کوي او د پاکو او رڼو اوبو، ښکلې منظرې او تک شین طبعیت سره انسان ته ارامش وربښې د ګرځندویانو پر مخ پرانیستل کیږي.
ویل کیږي د نوموړي جهیل مینه وال د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په ډیریدو دي. همداشان په سیمه کې د ځینو اصلاحاتو او چاپیریال په برخه کې د تنظیماتو نه وروسته به د ګرځندوی پر مخ پرانیستل شي.