د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د صباح ورځپاڼې « د ولسمشر مرستیال اوکتای کریستچرچ ته تللی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د د ولسمشر رجب طیب اردوغان مرستیال فواد اوکتای په نوي زیلاند کې پر دوو جوماتونو د خونړیو بریدونو چې په پایله کې ۴۹ تنو مسلمانانو ژوند د لاسه ورکړ او نږدې ۵۰ تنه نور ټپیان شول نه وروسته نوي زیلاند ته سفر وکړ. پدې سفر کې د هغه سره د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو هم ملګرتیا کوي. د ترکیې د ولسمشر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر په کریستچرچ ښار کې د نوموړو جوماتونو نه چې برید پرې شوی وو لیدنه وکړه. وروسته د پیښې د قربانیانو د کورنیو نه لیدنه وکړه او د قربانیانو د جنازې په مراسمو کې برخه واخیسته. په روغتونونو کې د پیښې د ټپيانو نه لیدنه وکړه.
مرستیال ولسمشر د کریستچرچ په ښار کې د نوي زیلاند د مرستیال لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر وینستون پيتر سره لیدنه وکړه. هغه پدې لیدنه کې د پیتر نه د برید د ټپیانو او روانو څیړونو په اړه معلومات واخیستل. هغه مرستیال لومړي وزیر ته وویل چې داسې ښکاري چې دا برید فردي نه بلکې د مخکې نه تنظیم شوی یو عمل دی. ترکیه حاضره ده چې پدې برخه کې خپلې تجربې له نوي زیلاند سره شریکې کړي.
د حریت ورځپاڼې « د استانبول هوايي ډګر د اپریل په ۲۷ مه نيټه په کامله توګه په فعالیت پیل کوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د استانبول نوی هوايي ډګر د اتاترک هوايي ډګر د الوتنو پر مخ د تړل کیدو نه وروسته د اپریل په ۷ مه نيټه په کامله توګه په فعالیت پيل کوي. د استانبول نوی هوايي دګر چې اوس مهال یواځې ۲۳ داخلي او بهرنیو نقطو ته ترینه الوتنې کیږي د اپریل په ۷ مه نيټه به ترینه ۳۰۰ نقطو ته سفرونه پیل شي.
د سټار ورځپاڼې « د هتای او عفرین ترمنځه پرانیستل شوې سرحدي دروازې ته د زیتون د څانګې نوم ورکړل شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې وسله والو ځواکونو د ازادې سوریې د ځواکونو په ملګرتیا د سوریې په شمال کې د عفرین سیمه چې د ترهګرو نه په کامله توګه تصفیه کړې ده د ترکیې د هتای او سوریې د عفرین سیمو ترمنځه يي یوه نوې سرحدي دروازه پرانیسته. دا دروازه چې د ترکیې د هتای ولایت د عفرین د جین درې سره نخلوي د زیتون څانګې په نوم مسماء شوه.
د خبرترک ورځپاڼې « مایکروساف او ودافون په ترکي ژبه دجیتل اسیستانت جوړ کړ» د سرلیک لاندې لیکلي دي، مایکروسافت او ودافون کمپنیو د مصنوعي ذکا په برخه کې یو ډیر مهم ګام اوچت کړ. نوموړو په ګډه د ترکي ژبې اسیستانت پروګرام جوړ کړ. ودافون به ددې اسیستانت پروګرام نه د مشتري خدماتو په برخه کې ګټه پورته کړي. دا سیستم د ودافون مخابراتي شرکت سره د مشترکینو د ستونزو د حل په برخه کې به ډیره زیاته مرسته وکړي.
د ینې شفق ورځپاڼې « لوی توریستیکي کښتۍ به د ترکیې د کوش ادا سې په بندر کې لنګر واچوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې ته د راغلو توریستیکو کښتیو ۵۸ سلنه د ایدن ولایت د کوش ادا سي په بندر کې لنګر اچوي. ویل کیږي دا کښتۍ به سږ کال ترکیې ته ۱۹۵ سفرونه وکړي او ۱۷۱ زره تنه سیلانیان به راوړي.