د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1153389
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د ینې شفق ورځپاڼې « د جمهوریت په تاریخ کې تر ټولو ستر سمندري تطبیقات پیل شول»  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د جمهوریت  په تاریخ کې  د لومړي ځل لپاره  د شین وطن ۲۰۱۹ کال  په نامه  تر ټولو  ستر سمندري تطبیقات پيل شول. د ویلو ده چې پدې تطبیقاتو کې ۱۰۳ جنګي کښتیو ګډون کړی دی. دا تطبیقات چې  سمندري حرب د مرکز د قومندانۍ لخوا سوق او اداره کیږي  په عینې وخت کې  په توره بحیره، ايژې سمندر او مدیترانې سمندر کې  ترسره کیږي. پدې تطبیقاتو کې به اف ۱۶ جنګي الوتکې  او نوې  وسلې او مهمات  هم  ګډون وکړي. دا تطبیقات به  د مارچ په اتمه نیټه  پایته ورسیږي.

د خبرترک ورځپاڼې « د ویستل او ګوګل ترمنځه  قوي همکاري » د سرلیک لاندې لیکلي دي،  د اسپانیا د بارسلونا په ښار کې جوړه شوې د موبایل په نړۍواله کانګره کې  د ویستل شرکت  د ګوګل شرکت سره  خپل همکاري رسمآ اعلان کړه. ددې له مخې به  ویستل  الکترونیک  شرکت  د اندروید  وروستی  پروګرام  په خپلو تلویزیونو کې وکاروي. ددې سره  به  د ویستل تلویزیون  کارونکې   وکولای شي چې  د غږیز لټون سره  د خپلې خوښې پروګرامونو ته لاس رسی  پيدا کړي. ویل کیږي ویستل شرکت به خپل نوي ماډل تلویزیونونه  د ۲۰۱۹ کال  د مې په میاشت کې د ترکیې او اروپا بازارونو ته  عرضه کړي.

د سټار ورځپاڼې « د تکنوفیست ۲۰۱۹ لپاره  غوښتنلیکونه پیل شول »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د نړۍ  تر ټولو لوی  دویم  د هوانوردۍ  فیستیوال  تکنوفست استانبول  ۲۰۱۹ لپاره  غوښتنلیکونه پيل شول . د تکنوفست فیستیوال په دوران کې  د فضا او تکنالوژۍ په برخو کې د جوړیدونکو  سیالیو لپاره وړاندیزونه  پیل شوي او د فبروري تر ۲۸ مې نیټې به دوام وکړي.

ددې فیستیوال په ترڅ کې به د الوتونکي  موټر  د پروژې  په اړه هم  سیالي جوړه شي. د سیالیو  ګټوونکو ته  جمعآ د ۲ میلیونه ترکي لیرو جایزې ورکول کیږي.

د وطن ورځپاڼې « د نړۍ پنځم  تر ټولو صحي  ښار بورسا ولایت »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، په نړۍ کې  د ژوند د کچې ، بیو، د غیرمنقول اموالو د بیې، جرم، روغتیايي خدماتو، کراګانو او ترافیکي ستونزو  په نظر کې نیولو سره  تر ټولو ښه  او صحي ښارونه ټاکل کیږي. د نومبیو څیړنیز شرکت د نړۍ تر ټولو د صحي  او  ژوند پلوه د ښو ښارونو په ټاکلو پیل کړی دی. دې شرکت د صحي خدماتو او بعضو نورو برخو کې په ترسره کړو څیړونو کې د ترکیې بورسا ولایت  د نړۍ پنځم  تر ټولو صحي ښار ټاکلی دی.

د حریت ورځپاڼې « انګلیسان د ترکېې د ترابزون سپورت لوبډلې د ځوان لوبغاړي یوسف یازي جي  غوښتنه کوي »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د انګلستان د پریمیر لیګ  د لوبډلو نه  کاردیف سیټي لوبډلې  د یوسف  یازي جي  د ټرانسفر په خاطر  د ترابزون سپورټ لوبډلې ته  وړاندیز  وړاندې کړی دی.

خو  د ترابزون  سپورت  مشر وايي چې اوسمهال  د ددې ځوان  لوبغاړي  د پلورولو  نیت نلرو. انګلیس لوبډلې ویلي دي چې  د سیزن په پای کې  د لا  قوي وړاندیز سره  به د ترابزون سپورت دروازه وټکوي.



اړوند خبرونه