ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1142642
ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د

د خبرترک ورځپاڼې « د اتاترک د کولتور د مرکز د نوې ودانۍ  بڼسټ ډبره کیښودل شوه »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان د استانبول د تقسیم په میدان کې  د اتاترک د کولتور مرکز د نوي ودانۍ  د بڼسټ ایښودو په مراسمو کې  وینا وکړه. هغه وویل چې دادی  د هیواد د هنر او کولتور په برخه کې  د یو ډیر مهم  ګام  اوچتولو په خاطر  دلته راټول شوي یو. هغه وویل چې دا مرکز  په ۹۵ زره او ۶۰۰ متر مربع سیمو کې  د  ۶ جلا جلا بلاکونو  په ترڅ کې جوړیږي. هغه وویل چې دا مرکز به د دوو کلونو په څیر په ډیره  لنډه موده کې  جوړ او د هنرمندانو او هنر مینه والو پر مخ  به پرانیستل شي.

د وطن ورځپاڼې « د ترکېې او روسیې  ستر شراکت »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې  او روسیې لخوا د ګډو پوهنتونونو د جوړولو جزیات  مخ په معلومیدو  دي. ورځپاڼې  لیکلي دي چې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د روان میلادي کال د اپریل په میاشت کې  روسیې ته د خپل سفر پر مهال به  د خپل روس سیال  ولادیمیر پوتین سره  پدې اړه  خبرې وکړي. ویل کیږي دواړو هیوادونو د ګډ پوهنتونونو  لپاره  ځای د استانبول او انتالیا ولایتونه  په ګوته کړي دي.

د حریت ورځپاڼې « د استانبول هوايي ډګرونو په جنوري کې  د ۷ میلیونه ۹۶۸ زره او ۸۸۲ تنو مساپرو کوربه توب کړی »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د استانبول د اتاترک، صبیحه ګوکچن او استانبول  په هوايي ډګرونو کې  د جنوري په میاشت کې  نږدې اته میلیونه تنو مساپرو الوتنې کړي دي.

د ویلو ده چې سږ کال د جنوري په میاشت کې  د داخلي او خارجي پروازونو  کچه  د تیر کال همدې میاشتې په پرتله  د ۵ سلنې په لوړیدو سره  ۵۶ زره ۴۲۰ ته لوړ شوي دي.

د سټار ورځپاڼې « د وچې میوې صادرات  د یو میلیارده ډالرو نه واوښتل »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې د وچې میوې صادرات په ۲۰۱۸ کال کې د ۲۰۱۷ کال په پرتله  د ۸ عشاریه ۵ سلنې په لوړیدو ده  یو میلیارد او ۲۷۹ میلیونو ډالرو نه  یو میلیارد ۳۸۸ میلیونو ډالرو ته  لوړ شوي دي.

ویل کیږي تر ټولو ډیره  وچه میوه  جرمني ته صادر شوې ده . جرمني په ۲۰۱۸ میلادي کال کې ۱۷۸ میلیونو ډالرو په ارزښت وچه میوه صادره شوې ده . په دویم کتار کې انګلستان او په دریم کې بیا  ایټالیا  قرار لري.

د ینې شفق ورځپاڼې « په ۲۰۱۹ کال کې د ګلانو د صادراتو هدف  لوړ ټاکل شوی دی»  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې  د ګلانو سکتور  چې  تیر کال  د څه باندې ۱۰۰ میلیونو ډالرو  تازه  ګلان  صادر کړي وو  د ۲۰۱۹ کال لپاره هدف  لوړ کړی دی. د ګلانو سکتور په پام کې لري چې  سږ کال  د نړۍ ۸۵ هیوادونو ته  د ۱۲۵ میلیونو ډالرو په ارزښت تازه ګلان صادر کړي.

د مرکز اناتولیا د سینګاري ګلانو او تازو بوټو د صادراتو د ټولنې  رئیس  اسماعیل یلمر  ویلي دي چې  د ترکیې  د ګلانو او تازه بوټو لپاره تر ټولو ښه بازار  هالنډ او انګلستان دی. همداشان پدې وروستیو کلونو کې اوزبیکستان ته هم  د تازه ګلانو او بوټو په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی  راغلی دی.  



اړوند خبرونه