د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د صباح ورځپاڼې « چاوش اوغلو : د ادانا مطابقت زمونږ په ګټه دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د ترکیې او سوريې ترمنځه لاسلیک شوی د ادانا د مطابقت جزیاتو په اړه معلومات ورکړل. هغه وویل چې که چیرې مقابل لوری ددې مطابقت له مخې لازم ګامونه اوچت نکړي دا مطابقت ترکیې ته د سوریې په خاوره کې د پوځي عملیاتو حق ورکوي. هغه وویل که چیرې دا تړون په ډیره ښه توګه عملي شي دا زمونږ په ګټه دی.
د خبرترک ورځپاڼې « ترکیې د قبرس په اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا د پریکړې په اړه سخت غبرګون وښود » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د جنوري په ۳۰ مه نيټه د ملګروملتونو د امنیت شورا لخوا په قبرس کې د ملګروملتونو د سوله ساتو ځواکونو د ماموریت د مودې د غځولو د پریکړې په اړه غبرګون وښود. د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې دا ګام د قبرس د روانې ستونزې د حل سره کومه مرسته نکوي. همداشان په قبرس کې د سوله ساتو ځواکونو ماموریت د مودې د غځولو په اړه د شمالي قبرس ترکي جمهوریت سره هیڅډول سلا مشوره نده شوې. دا تر ټولو ستره اشتباه او کمبودي ده. په قبرس کې باید په هره مسله کې د شمالي او سویلي قبرس ترمنځه تبعیض ونشي.
د ینې شفق ورځپاڼې « صادرات لوړ شوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې صادراتو د ۲۰۱۸ کال کې د دسمبر په میاشت کې هم ودې ته دوام ورکړ. د ترکیې د احصایې ادارې د سوداګرۍ د وزارت په همکارۍ د ۲۰۱۸ کال اړوند د بهرني تجارت موقت ارقام اعلان کړ. د نوموړو ارقامو له مخې په ۲۰۱۸ کال کې د ترکیې صادرات د تیر کال په پرتله د ۷ سلنې په ډیریدو سره ۱۶۸ میلیارده او ۲۳ میلیونه ډالرو ته لوړ شوي دي. همداشان اروپايي ټولنې ته د ترکیې صادراتو د دسمبر په میاشت کې هم وده کړې ده . ویل کیږي تر ټولو ډیر صادرات جرمني ته شوي دي.
د حریت ورځپاڼې « روسيې ته ۳۰ میلیونو ډالرو په ارزښت ټماټر صادر شوي دي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې په ۲۰۱۸ کال کې روسیې ته ۳۷ زره ۱۰۷ ټنه ټماټر صادر کړي دي. د ویلو ده چې ترکیې په ۲۰۱۷ کال کې روسیې ته ۲۰۷۵ ټنه ټماټر صادر کړي وو.
د وطن ورځپاڼې لیکلي دي په ۲۰۱۸ کال کې ترکیې ته د هیواد نه بهر میشت ترکانو سره جمعآ ۴۶ میلیونه ۱۱۲ زره او ۵۹۲ تنه سیلانیان راغلي دي. د ترکیې د کولتور او ګرځندوی د وزارت د شمیرو له مخې د ګرځندوی سکتور په ۲۰۱۸ کال کې ۲۹ میلیارده ۵۱۲ میلیونه او ۹۲۶ ډالره عواید ترلاسه کړي دي. ویل کیږي په ۲۰۱۸ کال کې ترکیې ته تر ټولو ډیر د روسیې وګړي راغلي دي. په ۲۰۱۸ کال کې ۵ میلیونه ۹۶۴ زره او ۶۱۳ تنه روسان د رخصتۍ په خاطر ترکیې ته راغلي دي. همداشان جرمني په دویم او بلغاریا په دریم کتار کې ځای لري.