د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د حریت ورځپاڼې « ددې برید تر شا د پ ک ک ترهګرې ډلې لاس دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وویل چې د تیرې خالي پر ورځ د عراق په شمال کې د ترکیې د وسله والو ځواکونو په پوځي هډې د برید تر شا د پ ک ک ترهګرې ډلې لاس دی. دا مسله مونږ د ډیر نږدې تعقیبوو. هغه دا څرګندونې پرون په انتالیا ولایت کې وکړې. هغه وویل په عراق کې نوي حکومت او د عراق په شمال کې د فدرالي حکومت د پ ک ک ترهګرې ډلې پر خلاف بعضې ګامونه اوچت کړي دي. هغوې ددې اقداماتو نه ناراحته شوي دي. د هغوې لخوا د سیمې د اوسیدونکو د تحریکولو په پایله کې دا پیښه رامنځته شوې ده . مونږ پدې ډیر ښه پوهیږو چې ددې برید تر شا د پ ک ک ترهګرې ډلې لاس دی.
د خبرترک ورځپاڼې « ترکیې وسله والو ځواکونو په عزیز او ماري کې په وای پ جي ترهګرو د توپچي بریدونه وکړل » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې وسله والو ځواکونو د سوریې په شمال کې د عزیز او ماري په سیمو کې د پ ک ک ترهګرې ډلې د سوریې په پوځي څانګې وای پ جي په هدفونو د توپچي بریدونه وکړل. وای پ جي ترهګرې ډلې د عزیز د سویلي برخې او د ماري سویلي او لویدیځې برخې اشغال کړي دي. همداشان په سیمه کې د ازادې سوریې د ځواکونو او وای پ جي ترهګرو ترمنځه نښته هم پیل شوې ده. پدې نښته کې د ازادې سوریې یو تن سرتیري ژوند د لاسه ورکړی او ۳ تنه نور ټپيان شوي دي. ددې نښتې نه وروسته د ترکیې وسله والو ځواکونو په سیمه کې د وای پ جي ترهګرې ډلې په هدفونو د توپچي بریدونه کړي دي. پدې بریدونو کې د ترهګرو تر شلو ډیر هدفونه له منځه وړل شوي دي. همداشان د توپچي په بریدونو کې ګن شمیر ترهګر له منځه وړل شوي دي.
د سټار ورځپاڼې « دوه نیم میلیونو تنو ریزویشنونونه کړي دي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، تمه کیږي چې سږ کال ترکیې ته د تیر کال په پرتله لا زیات ګرځندویان راشي. دا خبره د سیاحتي نماینده ګیو د پلاټ فورم ویاند جیم پولات اوغلو کړې ده . هغه ویلي دي چې په توریستیکو سیمو کې هوټلدارانو هغه کسانو ته چې د ژمي په میاشتو کې د اوړي د رخصتۍ لپاره ریزویشنونه وکړي ۵۰ سلنه تخفیف او په ۹ قستونو کې د پيسو د ورکولو فرصتونه وړاندې کوي. د همدې امله د اوړي د رخصتي د سیزن لپاره تر اوسه پورې تر دوه نیم میلیونو تنو ډیر کسانو ددې فرصتونو نه په استفادې سره ریزویشنونه کړي دي. هغه د هیواد نه بهر د ریزویشنونو په اړه ویلي دي چې په لومړي کتار کې روسیه شتون لري. همداشان په اروپا کې بیا د جرمني نه ډیرو زیاتو کسانو ریزویشنونه کړي دي. همداشان د انګلستان د ګرځندویانو پام یو ځل بیا د ترکیې د بودروم سیمې ته راوښتی دی. تمه کیږي چې سږ کال په ترکیه کې د ګرځندویانو شمیره د تیر کال په پرتله ډیر زیاته لوړه وي.
د ینې شفق ورځپاڼې « د پلونو او لویو لارو عواید په ثانیه کې ۵۷ عشاریه ۸ ترکي لیرې دي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې په اوسط ډول د ورځې یو میلیون موټرې د پلونو او لویو لارو نه استفاده کوي. د همدې امله په هره ثانیه کې دولت ۵۷ عشاریه ۸ ترکي لیرې عواید ترلاسه کوي.
د ترکیې د لویو لارو د عمومي ریاست د شمیرو له مخې په ترکیه کې د ۲۰۰۱ او ۲۰۱۸ کلونو ترمنځه د پلونو نه ۲عشاریه ۵ میلیارده او د لویو لارو نه ۳ عشاریه ۴ میلیارده موټرې تیرې شوي دي. پدې موده کې ترکیې د پلونو او لویو لارو نه ۱۲ عشاریه ۴ میلیارده ترکي لیرې عواید ترلاسه کړي دي.
د وطن ورځپاڼې « ترکي نجلۍ نړۍوال ریکارډ مات کړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د روسیې د پلازمینې مسکو اړوند د ادین سوا په ښار کې میشت ترکي نجلۍ عثمان دیلي باس د ژمې پدې سړې هوا کې د کنګل په څیر په سړو اوبو کې د یو ساعت او ۴ دقیقو لپاره د کیناستو سره نړۍوال ریکاټ مات کړ. د ویلو ده چې ۲۶ کلنه پیغله دیلي باس روسي سرتیرو د کنګل په څیر په سړو اوبو کې د ژوندي پاتې کیدو په برخه کې روزنه ورکوي.
هغې پدې ډول خپل نوم د ګینس د ریکاډونو په نړۍوال کتاب کې ثبت کړ.