د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د خبرترک ورځپاڼې « د اردوغان لخوا د لویدیځ هیوادونو پر خلاف د بشري حقونو په برخه کې سخت غبرګون » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل پداسې حال کې چې ترکیې په میلیونونو تنو کډوالو ته پناه ورکړې لویدیځ هیوادونه د یو څو تنو کډوالو د ورتګ د مخنیوي په خاطر د هرې ورځې په تیریدو سره لا سخت تدابیر ونیسي. ښه دلته زه ددوې نه پوښتنه کوم چې ایا څوک د بشري حقونو دفاع کوونکی دی؟ مونږ که تاسې. لویدیځه نړۍ د وحشت د ښودولو او ترسره کولو نه بل کار نکوي. ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیې تل د بشري حقونو د نه دفاع او مرستو په برخو کې په لومړي کتار کې ځای نیولی دی.
ولسمشر اردوغان وویل چې زمونږ عقیده او تاریخ تل مونږ ته د مظلومو ترڅنګ د دریدو او خپل امکانات د هغوې سره د ویشلو امر کوي. د ترکیې په توګه مونږ بشري حقونو ته پدې سترګه ګورو.
د حریت ورځپاڼې « ځايي او ملي تخمونه د ودې په حال کې دي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د کرنۍ او ځنګلونو وزیر بکر پاک دیمیر وویل ، که یو هیواد هر څومره بډایه وي او خپل کر کلی ونلري هغه بې پخلنځي د کور په څیر دی. هغه دا څرګندونې د اذربایجان په پلازمینه باکو کې د خپلو لیدونو کتنو په ترڅ کې وکړې.
هغه وویل په هره کچه چې یو هیواد د تکنالوژۍ له پلوه بډایه وي، او په کرنیزو برخو کې خودکفا نوي او لږ تر لږه د خپل اړتیا توکي پخپله تولید نکړي هغه بیا کم خو کفا هیواد ندی. هغه وویل چې ترکیې د ځايي او ملي تخمونو د ودې په برخه کې ډیر مهم پرمختګ کړی او پدې برخه کې ودې ته دوام ورکوي.
د ینې شفق ورځپاڼې « ترکیې د روان کال په دریمه ربع کې هم اقتصادي وده درلوده» د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې د روان میلادي کال په دریمه ربع کې یو عشاریه ۶ سلنه وده کړې . د ویلو ده چې ترکیې د روان میلادي کال په لومړنۍ ربع کې ۷ عشاریه درې سلنه او په دویمه ربع کې ۵ عشاریه ۲ سلنه اقتصادي وده کړې وه. په دریمه ربع کې تر ټولو زیات بیا کرنیز او صنایع سکتورونو وده کړې ده . اقتصادپوهانو په دریمه ربع کې د اقتصادي ودې د کچې راټیټیدل په نړۍوالو بازارونو کې د روانو څپې په ګوته کړي دي.
د صباح ورځپاڼې « د ترکیې د ملکي هوايي چلند شرکت د نوامبر په میاشت کې ټول سفرونه ۸۱ عشاریه ۴ سلنه ډک وو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د نوامبر په میاشت کې د ترکیې د هوايي کرښو د شرکت د مساپرو او کارګو ارقام خپاره شول. د نوموړو ارقامو له مخې د نوامبر په میاشت کې د ترکیې د ملکي هوايي کرښو د شرکت ټول سفرونه د ۸۱ عشاریه ۴ سلنه پورې فول ترسره شوي دي. ویل کیږي د کال تر پایه به دا رقم لا پسې لوړ شي.