د ترکیې د ورځپاڼو سرتکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرتکي
د سټار ورځپاڼې « د ترکیې د ملکي هوايي چلند د سکتور عواید ۱۱۰ میلیاردو ترکي لیرو نه واوښتل » د سرلیک لاندې لیکلي دي، پداسې حال کې چې په ترکیه کې په ۲۰۰۳ کال کې د ملکي هوايي چلند د سکتور عواید یواځې ۳ میلیارده ترکي لیرې وه نن ورځ د عوایدو کچه ۱۱۰ میلیاردو ته لوړه شوې ده . ترکیې هوايي کرښو شرکت په نړۍ کې په لسم او په اروپا کې په څلورم کتار کې ځای .په ترکیه کې د ۲۰۰۳ کال په پرتله د الوتکو شمیره ۲۲۰ سلنه ، د مساپرو لپاره څوکیو ظرفیت ۲۵۴ سلنه ، د کارګرو ظرفیت ۴۴۹ سلنه لوړ شوی دی. همداشان د هیواد په دننه او بهر کې د الوتنو د نقطو شمیره ۳۵۱ ته لوړه شوې ده .
د ینې شفق ورځپاڼې « ترکیې تکنالوژي په امریکا او اروپا کې نندارې ته وړاندې کیږي» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکي انجینیرانو لخوا طرحه او جوړ شوي د ګزمې زیرک بایسکل ایکین بایک پاټرول نوی ماډل د امریکا متحده ایالتونو د لوړ کیفیت او تکنالوژۍ په نندارتون کې نندارې ته وړاندې شو. د ویلو ده چې دا بایسکل د حرکت په حال کې د موټرو د لمبر پلټونو د جعلي لمبرپلیټونو د پیژندولو او د پارک او سرعت د اخلال د تثبیت وړتیا لري.
دا تکنالوژي په هغه ځایونو کې چې ثابت سیستمونه د موټرو د پارک او سرعت د اخلال تثبیت کولی نشي دا يي په ډیره ښه توګه کوي.
د حریت ورځپاڼې « د غازي پاشا د سیمې نه نړۍ ته صادرات » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د انتالیا د غازي پاشا د سیمې اووکادو ځانګړې میوه سږکال د لومړي ځل لپاره روسیې، ګرجستان او اوکراین ته په صادراتو پيل وشو.
د ویلو ده چې پدې ولسوالۍ کې د کال ۸۵۰ ټنه اووکادو تولیدیږي.
د خبرترک ورځپاڼې « په لبنان کې د ترکي فلمونو اوونۍ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د لبنان د طرابلس شام په ښار کې جوړ شوی د ترکي فلمونو اوونۍ تر نامه لاندې فیستیوال پيل شو. پدې فیستیوال کې په لبنان کې د ترکیې لوی سفیر حاکان چاکل راغلو میلمنو ته د ترکي فلمونو او سینما په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل.
هغه ګډون کوونکو ته وویل چې دلته ډیر ترکي فلمونه نندارې ته وړاندې کیږي خو د عالیا په نامه فلم چې د حقیقي کیسې له مخې جوړ شوی دی خامخا باید ننداره کړي.
د صباح ورځپاڼې « په الجزایر کې ترکي ډرامې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، پدې وروستیو کلونو کې ترکي ډرامو چې د ټولې نړۍ په څیر په عربي هیوادونو کې هم د پام وړ مینه وال پیدا کړي دي په الجزایر کې د خلکو په زړونو کې تخت جوړ کړی دی.
په الجزایر کې به چې خلکو ددینه وړاندې د مکسیکو، مصر او برازیل ډرامې ننداره کولې نن ورځ د ټولو ځای ترکي ډرامو نیولی دی. د الجزایر په ډیری تلویزیوني کانالونو کې ترکي ډرامې خپریږي. د قیام او نورو تاریخي او مدرن ترکي ډرامو مینه وال په الجزایر کې د هرې ورځې په تیریدو مخ په ډیریدو دي.