د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د سټار ورځپاڼې « روسیې مډیا : ترکیه د انرژۍ په مرکز بدلیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترک جریان د ګازو د نللیکې د پروژې د سمندر د برخې د نللیکې د غځولو چارې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په ګډون د ځانګړو مراسمو سره پایته ورسیدې. پدې مراسمو کې د ترکیې او روسیې د ولسمشرانو ګډ پیغامونو د روسیې په مطبوعاتو کې د پام وړ انعکاس موندلی دی.
د روسیې مشهورې د ازویستیا ورځپاڼې « ترکیه د روسي ګازو په هډې او مرکز بدلیږي » د سرلیک لاندې خبرې خپور کړی دی.یادې شوې ورځپاڼې لیکلي دي چې د ترک جریان د ګازو د نللیکې پروژه او په ترکیه کې د اق قویو د اټومي انرژۍ بټۍ پروژه د ترکیې او روسیې ترمنځه د همکارۍ د سمبول اهمیت لري.
د روسیې د ویدوموستي ورځپاڼې بیا د ترک جریان پروژې نه اروپا ته د روسیې د ګازو د انتقالوونکو د دوو لویو پروژو نه د یوې په توګه یادونه کړې ده . یادې شوې ورځپاڼې لیکلي دي چې دا پروژه د دواړو هیوادونو لپاره دومره اهمیت لري چې حتا د ترکیې لخوا د روسیې د جنګي الوتکې د ویشتو له امله د دواړو هیوادونو ترمنځه د رامنځته شوي بحران پر مهال هم ددې کار نه وو دریدلی.
د وطن ورځپاڼې « په ترکیه کې د سرطان د ناروغۍ لپاره د ځايي او ملي درملو د جوړولو چارې د پایته رسیدو په درشل کې قرار لري » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د علمي او تکنالوژیکو تحقیقاتو ادارې لخوا جوړ شوي د سرطان د ناروغۍ درملو د لابراتوار چارې سرته رسیدلي دي.
د ترکیې د صنایع وزیر مصطفی ورانق وویل چې د سرطان ځايي او ملي درمل به د ۲۰۱۹ کال د مې په میاشت کې تولیدونکي شرکت ته وسپارل شي. همداشان بازار ته ددې درملو د وړاندې کولو په خاطر لږ وخت ته اړتیا لیدل کیږي. ویل کیږي پدې درملو به ځینې نور ازمایښتونه هم ترسره شي.
د حریت ورځپاڼې « د قرق لری ایلي د ولایت شیدې ۱۶ هیوادونو ته صادریږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د تراکیا په سیمه کې د کرنۍ او مالدارۍ مهم مرکز د قرق لرایلي د ولایت شیدې او لبنیات د نړۍ ۱۶ هیوادونو ته صادریږي. د ویلو ده چې ددې ولایت صادراتو د ترکیې د اقتصادي ودې سره هم د پام وړ مرسته کوي. د یاد شوي ولایت والي عثمان بیلګین خبري رسنیو ته ویلي دي چې « زمونږ ولایت د روان میلادي کال په تیرو ۹ میاشتو کې نړۍ ته د شل میلیونو ډالرو په ارزښت لبنیات صادر کړي دي.
هغه ویلي دي چې پدې ولایت کې شیدې او لبنیات د اروپا د ستندردونو په مطابق تولیدیږي. ددې ولایت شیدې او لبنیات د نړۍ ۱۶ هیوادونو ته صادریږي. هغه وویل چې په ۲۰۱۳ کال کې د اروپايي ټولنې غړیو هیوادونو ته په صادراتو پيل کړی دی. لومړني صادرات یونان ته پيل شوي دي. هغه ویلي دي چې زمونږ شیدې د اروپا نه نیولې تر امریکا او اسیا لویو وچو پورې هیوادونو ته صادریږي.»
د خبرترک ورځپاڼې « په چناق کلا ولایت کې کشف شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د چناق کلا ولایت د اونسیکیز مارچ پوهنتون د ارکیولوژۍ د څانګې د تاریخي کیندو ډلې د ۳ کلنو تحقیقاتو او کیندونو په ترڅ کې د لیمنای په نامه لرغونی ښار چې ۲۷۰۰ کاله تاریخي قدامت لري کشف کړ.
د یاد شوي پوهنتون د پخوانیو پیړیو د تاریخ د څانګې مشر ډاکټر ریحان کورپه ویلي دي چې دا ښار د ایونیا نه د راغلو کډوالو لخوا جوړ شوی دی. دې ښار د روم د واکمنۍ تر مهال خپل موجودیت ته دوام ورکړی دی. هغه ویلي دي چې دا ښار د ګالیبولو د تاریخي ټاپو تر ټولو بډایه ښار وو.