د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
سټار ورځپاڼې « د قوي ترکیې د ظفر څلی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ترکیې جمهوریت د ۹۵ کلیزې پر ورځ د ۲۰۲۳ کال د اهدافو تر ټولو ستره پروژه د استانبول نوی هوايي ډګر د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیست. ولسمشر اردوغان د استانبول د نوي هوايي ډګر په پرانیست وینا کې وویل چې « دا هوايي ډګر به ۶۰ هیوادونه او د شلو تریلیونو ډالرو اقتصادونه د یو بل سره نخلوي. دا هوايي ډګر به په نړۍ کې د ترانزیت تر ټولو لوی مرکز وي.»
پدې چاپیریال دوسته هوايي ډګر کې به ۱۲۰ زره تنه کار وکړي. دا نوی هوايي دګر د نړۍ د وروستۍ تکنالوژۍ نه په استفادې سره جوړ شوی دی او په نړۍ کې ساری نلري.
د صباح ورځپاڼې « اقتصادي نړۍ خپل هدف لا لوړ کړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د استانبول نوی هوايي ډګر چې د هوايي چارو په برخه کې به استانبول په نړۍوال مرکز بدل کړي لومړنۍ برخه پرون د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې افتتاح شوه. دې هوايي ډګر د خپل د پام ځانګړتیاوو سره د اقتصادي نړۍ د هدفونو لوړولو ته زمینه برابره کړه. د استانبول نوی هوايي ډګر به د ترکیې د اقتصاد سره په کال کې ۷۳ میلیارده ترکي لیرې مرسته وکړي. همداشان تمه کیږي چې دا هوايي ډګر د صادراتو په برخه کې نوي ریکاټونه ټینګ کړي. د استانبول نوی هوايي ډګر د ۱ عشاریه ۶ میلیونه متر مکعب لوژستیک ځانګړې برخې او ۵ عشاریه ۵ میلیونه متر مکعب کارګو برخې سره به نړۍ ته لا زیات ترکي توکي صادر کړي.
د خبرترک ورځپاڼې « د استانبول د نوي هوايي ډګر لپاره په نیویارک ټایمز ورځپاڼه کې پوره یوه پاڼه اعلان » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د استانبول د نوي هوايي ډګر د پرانیستو په اړه چې د نړۍ تر ټولو د لوی هوايي ډګر ځانګړتیا نه برښمند دی د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته پوره یوه پاڼه اعلان ورکړ شوی وو. نیویارک ټایمز ورځپاڼې خپل یو مخ د استانبول د نوي هوايي ډګر د پرانیستو لپاره ځانګړې کړې وه.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې دا اعلان د سیاحت راتلوونکې لار د استانبول نوی هوايي ډګر تر عنوان لاندې خپور کړی وو. نیویارک ټایمز ورځپاڼې پدې اړه په خپور کړي خبر کې لیکلي دي چې د نړۍ تر ټولو د لوی د استانبول د نوي هوايي دګر نه لیدنه وکړۍ.
د وطن ورځپاڼې « ترکیه په مدیترانه کې د لومړي ځل لپاره د تیلو او نفتو په پلټنه پيل کوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د نفتو او ګازو پلټوونکې د فاتح په نامه کښتۍ به نن د لومړي ځل لپاره د انتالیا ولایت د الانیا په ولسوالۍ کې په سمندر کې په برمه پیل وکړي. پدې کښتۍ کې ۲۰۰ تنه متخصصین دنده کوي. دا کښتۍ به په مدیترانه کې نفت او ګازو ولټوي. د ویلو ده چې ۲۲۹ مترو په اوږدوالي سره دا کښتۍ ۱۲ زره ۲۰۰ مترو ژوروالي ته د رسیدو ظرفیت لري.
د ینې شفق ورځپانې « ترکیه د قاشقچي د جنایت روښانه کول غواړي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د سعودي عربستان لوی څارنوال سعود مجیب چې د سعودي مخالف ژورنالست جمال قاشقچي د جنایت په تړاو استانبول ته راغلی وو د استانبول د لوی څارنوال عرفان فیدان سره لیدنه وکړي. ترکیې د سعودي عربستان د لوی څارنوال لخوا د قاشقچي د جنایت په اړه د ترکیې لخوا د راټولو شوو ټولو اسناد ، شواهدو او دلایلو غوښتنه وکړه چې دا غوښتنه د ترکیې لخوا رد شوه.
ترکیې د جمال قاشقچي د جنایت د ترسره کوونکو په ترکیه کې د محاکمه کیدو غوښتنه وکړه خو د سعودي عربستان لوی څارنوال بیا دا محاکمه په سعودي کې د ترسره کیدو په مسلې ټینګار کولو .