د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/0527/3e69/9a11/5b46f20fe501a.jpg?time=1719351188)
د سټار ورځپاڼې « ترکیه په ایژې او ختیځې مدیترانې په سمندرونو کې د خپلو حقونو نه دفاع کوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار وویل چې د یونان لخوا په ايژې سمندر کې د ترکیې د حق او ګټو پر خلاف د هرې پریکړې پر خلاف به لازم تدابیر ونیسو. هغه د یونان لخوا په ختیځې مدیترانه کې د ترکیې په تحقیقاتي کښتۍ د مداخلې په اړه وویل ، ترکیه په سیمه کې جنګي کښتۍ لري او څه چې لازم وي هغه ترسره کوي. جنګي کښتۍ زمونږ د تحقیقاتي کښتیو امنیت نیولی دی. ترکیه به د یونان لخوا یو ځل بیا مداخلې ته اجازه ورنکړي.
د صباح ورځپاڼې « بوئینګ شرکت د نوي نسل الوتکو د جوړولو په خاطر د ترکي شرکتونو سره ځیني قراردادونه لاسلیکوي» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ملکی او پوځي الوتکو او چورلکو جوړونکو شرکتونو نه د بوئینګ شرکت د نوي نسل تجاري الوتکو بعضې پرزې په ترکیه کې د تولید په خاطر د ترکي شرکتونو سره ځیني قراردادونه لاسلیکوي. یاد شوي شرکت ویلی دي چې په پام کې لري چې د ۱۶۰ میلیونو ډالرو په ارزښت بعضې قراردادونه لاسلیک کړي.
یاد شوي شرکت ویلي دي چې د ترکیې سره په دفاعي برخو کې ځینې لوی پروګرامونه په ګډه پر مخ وړي. شرکت ویلي دي چې د ترک صنایعو سره به ګډه کار کولو ته دوام ورکړو.
د وطن ورځپاڼې « د ګرځندوی په برخه کې نوی هدف » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د هوټلدارانو فدراسیون د اجراییوي شورا رئیس عثمان ایک ویلي دي چې د ۲۰۱۹ کال د ګرځندوی لپاره د وخت نه وړاندې ریزرواسیونونه د اکتوبر په میاشت کې پیل شوي دي.
هغه ویلي دي چې تمه لري چې پدې دوو میاشتو کې تر ۵ میلیونو ډیر ریزرواسیون ترلاسه کړي.
هغه ویلي دي چې ترکیه د یو ډیر قوي ګرځندوی سکتور خاوند هیواد دی. ۲۰۱۸ کال یواځې د ترکیې لپاره نه بلکې د ټولې نړۍ د ګرځندوی لپاره یو ډیر ښه کال وو.
د ینې شفق ورځپاڼې « د چین مشهور اشپز : د ترکیې تور اینځر په نړۍ کې ساری نلري» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د چین نامتو اشپز نیکولاس سي چې د رخصتۍ تیرولو په خاطر ترکیې ته راغلی وو د تاریخي او توریستیکو مکانونو سربیره د ترکیې د تازه میوې ډیره زیاته ستاینه وکړه.
هغه وویل چې په استانبول کې د یو بازار نه تور اینځر واخیستل او خوند يي ورته وڅکه. داسې خوند يي کله په خپل ژوند کې هم نه وو څکلی. هغه وویل چې د ترکیې د بورسا تور اینځر په رښتیا چې په نړۍ کې ساری نلري.
د خبرترک ورځپاڼې « د ترکیې د نامتو فلم جوړونکي فلم د اوسکار جایزې لپاره نوماند شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي د اوسکار د جایزې لپاره د تر ټولو د ښو بهرنیو فلمونو په کټګورۍ کې ۸۷ فلمونه کاندید شوي دي.
ویل کیږي د نوموړو فلمونو په منځ کې د ترکیې د مشهور فلم جوړونکي نوري بیلګه جیلان لخوا جوړ شوی د اخلاط اغاجي یا د هرهر ونه په نامه فلم تر ټولو د غوره فلم په توګه په ګوته شوی دی.
ویل کیږي دا فلم د کنس د فلمونو په فیستیوال کې هم د خرما د ونې د سرو زرو د څانګې لپاره هم کاندید وو چې پدې فیستیوال کې ډیرې ښې او لوړې لمبرې واخیستې.