د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د صباح ورځپاڼې لیکلي دي په مراکش کې د اکتوبر د ۲۴ او ۲۷ مو نیټو ترمنځه په جوړیدونکو مراسمو کې د ټي ۱۲۹ اټاک چولکو سره یوه ښکلې ننداره اجرا کیږي. د ترکیې د هوايي او فضايي صنایعو شرکت په مراکش کې جوړیدونکو د مراکش ایرشو په نندارتون کې ګډون کوي. د ترکیې د هوايي او فضايی صنایعو د شرکت د معلوماتو له مخې پدې نندارتون کې به د اټاک ټي ۱۲۹ تعرض او تاکتیک چورلکو سره ننداره ترسره کړي.
د وطن ورځپاڼې « ترکش ایرلاین د دریم هوايي ډګر نه د الوتنو لپاره د ټکټونو په پلورلو پیل وکړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د استانبول نوي هوايي ډګر د ترکش ایرلاین په انټرنټ سایټ کې د الوتنو په نقطو کې اضافه کړې شو. همداشان د استانبول د دریم هوايي ډګر نه د الوتنو په خاطر د انلاین ټکټونو په پلورلو پیل وشو.
ویل کیږي د استانبول د دریم هوايي ډګر نه به لومړنۍ تجاري الوتنه د نوامبر په لومړنۍ نيټه ترسره شي. لومړنۍ الوتنه به د انقرې نه دریم هوايي دګر ته ترسره شي. په لومړۍ ورځ به د کورنیو په ترڅ کې انقرې، ازمیر او انتالیا ته الوتنې ترسره شي.
د ینې شفق ورځپاڼې « د جاپان په سوشي کې د ترکیې اوکینوس کبانو نه کار اخیستل کیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د جاپان د پخلنځي مشهور خوړو سوشي کې د ترکیې د ایژې او مدیترانې د سیمې د اوکینوس کبانو نه کار اخیستل کیږي. ویل کیږي د روان کال په لومړنیو نهو میاشتو کې د ۵۶ عشاریه ۶ میلیونو ډالرو په ارزښت کبان جاپان ته صادر شوي دي.
ویل کیږي جاپان ته د نوموړو کبانو په صادراتو کې د تیر کال په پرتله ۱۸ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د حریت ورځپاڼې « د بورسا تور اینځران د نړۍ ۴۲ هیوادونو ته صادریږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د انګلستان د شاهي کورنۍ تر درسترخوانه ننوتي او په ځانګړې توګه په اروپا او لرې ختیځو هیوادونو او روسیه کې د ډیر ښه بازار خاوند د بورسا ولایت تور اینځرانو صادرات ۴۲هیوادونو ته پيل شوي دي. ویل کیږي تر ټولو ډیر طلب د جرمني، هالنډ، انګلستان، فرانسې او روسیې نه ترلاسه شوی دی. ویل کیږي جرمني ته د تورو اینځرانو صادرات د تیر کال په پرتله د ۱۶ عشاریه ۳۶ سلنې په لوړیدو سره د پنځه نیم زره ټنو نه ۶ عشاریه ۴ ټنو ته لوړ شوي دي. همداشان هالنډ ته صادرات ۱۶۵۰ ټنه، انګلستان ته ۱۴۶۸ ټنو، روسیې ته ۱۴۶۴ او فرانسې ته ۱۲۷۸ ټنو ته رسیدلي دي.
د سټار ورځپاڼې « ځايي او ملي سیستم سره د بدن د اشارو د له لارې د انسان تحلیل » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د مالاتیا ولایت په تکنوپارک کې د تکنالوژۍ یو شرکت د مخ د حرکاتو او اشارو نه د انسانانو د تحلیل یو سیستم جوړ کړی دی.
پدې سیستم کې چې تر سلو زرو ډیر د انسان د مخ حرکات او اشارې ثبت شوي دي د کمرې له لارې سمدلاسه د انسان د مخ حرکات او اشارې مقایسه کوي او وروسته يی پایلې اعلانوي.
د یاد شوي شرکت مشر ویلي دي چې کیدای شي ددې سیستم نه په ښوونځیو، غونډو، ښاروالیو، هوټلونو او مغارو کې هم وکارول شي.