د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د سټار ورځپاڼې « د پیسو په نړۍوال صندوق کې ترکیې ته ډیره مهمه دنده » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیه د یو پلو نه د ټاکلو اقتصادي اهدافو پر لورې پر مخ روانه ده او د بله پلوه په نړۍوالو سازمانونو کې ډیر مهم مسئولیتونه په غاړه اخلي.
ترکیه د پيسو په نړۍوال صندوق کې د اجراییوي کمیتۍ د مشرۍ د مسئولیت د په غاړه اخیستو ته تیاری نیسي. ترکیه به دا دنده په ۲۰۲۰ کال کې واخلي.
د حریت ورځپاڼې « د استانبول په نوي هوايي ډګر کې د دریو الوتکو سره ازمایښت » د سرلیک لاندې لیکلی دي، د استانبول دریم او نوی هوايي ډګر لومړنۍ برخه د اکتوبر د میاشتې په ۲۹ مه نیټه رسمآ پرانیستل کیږي . د ویلو ده چې د یو پلو نه د هوايي ډګر د پرانیستو په خاطر چمتوالی دوام لري او د بله پلوه په هوايي ډګر کې امتحاني الوتنې ترسره کیږي. ویل کیږي پدې چوکاټ کې د ترکیې د هوايي کرښو درې الوتکې په همهاله توګه په دریم هوايي ډګر کې ناسته کوي او درې واړه جلاجلا د وتو دهلیزونو ته نږدې کیږي.
د ینې شفق ورځپاڼې « په ترکیه کې د وسلو د فابریکې ځانګړې صنعتي پارکونه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د قرق قلعه په ولایت کې په ۲۵۰ جریمه مځکه کې جوړیدونکي د وسلو اختصاصي صنعتي پارکونو په سیمه کې د وسلو فابریکې جوړوي. د ویلو ده چې د فابریکو ساختماني چارې به تر نوي کاله پایته ورسیږي او د تر ۲۰۱۹ کال د قبروري په ۱۵ مه نیټه به په فعالیت پیل وکړي. همداشان پدې سیمه کې د سینرژي انرژي په نامه د یوې فابریکې خاوند ادنان دومان خبري رسنیو ته ویلي دي چې « پدې فابریکه کې به مهمات او د وسلو پرژې تولید شي. همداشان پدې فابریکه کې به د وسلو او مهماتو هر ډول سیستمونه هم تولید شي. هغه ویلي دي چې تر اوسه پورې مو د ترکیې د لومړني ملي ټوپک ام پ ټي ۷۶ او ام پ ټي ۵۵ په ګډون د یو زیات شمیر پروژو لپاره توکي تولید کړي دي.
د صباح ورځپاڼې « ترکي ډرامې د کنس د ډرامو په نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکي ډرامې او فلمونه تیره ورځ د فرانسې د کنس په ښار کې پیل شوی د ډرامو،فلمونو، سینمايي موادو او تلویزیونو د سکتور نندارتون پرانیستل شو. پدې نندارتون کې د ۱۱۰ هیوادونو ګډون کړی دی. د استانبول د تجاري خونو د څرګندونو له مخې ترکیې پدې نندارتون کې د یو لوی تجاري هیت سره ګډون کړی دی. همداشان پدې هیت کې د ترکیې د سینما او ډرامو د سکتور د ۳۰ شرکتونو ۴۵ تنو استازو ګډون کړی دی.
همداشان ترکیې پدې نندارتون کې د ځانګړی ستند جوړ کړی دی . نندارتون به د اکتوبر تر ۱۸ مې نیټې دوام وکړي.
د خبرترک ورځپاڼې « جان اونجو په اسپانیا کې دویم مقام خپل کړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي لاندې لیکلي دي د رید بال روکیس کپ د موټر سایکل ځغلونې د اتلولیو په چوکاټ کې د ترکیې ۱۵ کلن تنکي ځوان موټر سایکل ځغلوونکي په اومه مسابقه کې دویم مقام خپل کړ. د ویلو ده چې د ځوانانو د موټرسایکل ځغلونې د اتلولیو وروستۍ مسابقه د نوامبر په ۲۵ مه نيټه په اسپانیا کې ترسره کیږي.