د ترکیې د ورځپاڼو سرتکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرتکي
د حریت ورځپاڼې لیکلي دي چې ترکیه د لاتیني امریکا په هیواد پاراګوای کې سفارت پرانیزي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې په پاراګوای کې د سفارت د پرانیستو په خاطر حقوقي چارې سرته رسیدلي دي او هر څه ژر به پرانیستل شي. همداشان ترکیې ارمغان انجي ایرسوی په پاراګوای کې د ترکیې د لومړني سفیر په توګه وټاکه.
د بهرنیو چارو د وزارت لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د ملګروملتونو د عمومي اجلاس د لیدونو کتنو په چوکاټ کې د پاراګوای د بهرنیو چارو وزیر سره لیدنه کړې ده . په لیدنه کې دواړو هیوادونو ترمنځه د ډیپلوماتیکو اړیکو د پراختیا او ودې په خاطر په متقابله توګه ټینګار شوی دی.
د صباح ورځپاڼې « هورکوش الوتکې سپارولو ته د ګوتې په شمیر ورځې پاتې دي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د هوايي او فضايي چارو د ادارې لخوا د هوايي ځواکونو د اړتیاو د پورته کولو په خاطر جوړې شوې د هورکوش په نامه د الوتکو لومړنۍ چوپه د نوامبر په میاشت کې هوايي ځواکونو ته سپارل کیږي.
تمه کیږي چې د ۲۰۱۹ کال تر نیمايي پورې ۱۵ الوتکې هوايي ځواکونو ته وسپارل شي.
د سټار ورځپاڼې « ترکي انجینیرانو ته ستره جایزه ترلاسه کړه » د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکي انجینیرانو لخوا ډیزاین شوې نوې فورد اف مکس ډوله لارۍ د جرمني د هانورو ۲۰۱۸ د تجاري موټرو په نړۍوال نندارتون کې په نړۍواله کچه د کال د لارۍ جایزه ترلاسه کړه. د فورد کمپنۍ د ترکیې د اجراییوي کمیټې ریس او د کوچ هوډنګ عمومي ریس علي کوچ وویل چې دا نوې لارۍ به د ترکیې د صادراتو کچه څو برابره لوړه کړي. دا لارۍ به د هیواد د اقتصادي پرمختګ سره هم مرسته وکړي.
د وطن ورځپاڼې لیکلي دي ترکیې د ګرځندوی په برخه کې د بدیلو بازارونو په لټه پيل کړی دی. د همدې امله ترکیې د هندوستان، چین او جاپان په ګډون د لرې ختیځ د هیوادونو لپاره په نوو پروژو جوړولو پیل کړی دی.
ددې پروژو سره به پدې هیوادونو کې د ترکیې انځور لا قوي کړی شي. د ترکیې د سیاحتي اژانسونو د ټولنې رئیس فیروز باغلي کایا ویلي دي چې دې پروژو مونږ ته ځینې نوي مسئولیتونه راپه غاړه کړي دي چې انشاالله په ډیره ښه توګه به يي پرځای کړو.
د خبرترک ورځپاڼې « درې نوي ساکن ښارونه جوړیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د موغلا ولایت د کوی جغیس ، د بتلیس ولایت د اخلات او د ایرزینجان ولایت د کمالیه ولسوالۍ د ساکنو او ارامه ښارونو په توګه ټاکل کیږي.
د نړۍ د ساکنو او ارامو ښارونو د ټولنې په غونډه کې چې د ایټالیا په تورینو ښار کې جوړه شوې وه دا خبره مطرح شوه . د ترکيې د ارامو ښارونو د ټولنې د څانګې مشر تونچ سویر وویل چې د نوموړې مسلې په اړه مو وړاندیزونه وسپارل . دوسیې مو تسلیم کړې.