د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1050886
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د ینې شفق ورځپاڼې  لیکلي دي  د موټر ځغلونې  د اتلولیو د سیالیو  د ترکیې  برخه  د ترکیې د مارماریس  په ولایت کې  جوړه شوه. د ویلو ده چې دا سیالي  ۸ کاله وروسته په ترکیه کې  جوړه  شوه. پدې سیالۍ کې  د ۲۲ هیوادونو ۱۳۶ تنو موټر ځغلوونکی  د ۶۸ موټرو سره  ګډون کړی وو. په خبر کې راغلي دي چې د سیالۍ ګټوونکو ته  جایزه  ولسمشر رجب طیب اردوغان  ورکړه.

د وطن ورځپاڼې «  د ترکیې د ګرځندوی سکتور د نوي ریکاټ پر لورې روان دی »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د انتالیا ولایت  په خپل تاریخ کې  د ګرځندوی په برخه کې سږ کال  خپل تر ټولو  په طلايي دوره کې قرار لري. په خبر کې راغلي دي چې  سږ کال  په تیرو اتو میاشتو کې انتالیا ولایت ته د هوا  له لارې د راغلو سیلانیانو شمیره لس میلیونه ۴۷ زره او ۷۶۲ تنو ته  رسیدلې ده .

په خبر کې راغلي دي چې سږ کال  انتالیا ته  د راغلو سیلانیانو په شمیره کې د تیر کال په پرتله ۲۵ سلنه  او د ۲۰۱۶ کال په پرتله ۱۱۰ سلنه  زیاتوالی راغلی دی. تمه کیږي چې  سږ کال  ترکیه  د ګرځندوی د سکتور نه  ۳۵ میلیارده ډالره عواید ترلاسه کړي.

د سټار ورځپاڼې  « ترکیې  سمندري ځواکونو په مدیترانه کې خپل قابلیت او امکانات نړۍ ته  په ننداره کیښودل  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ځانګړو سمندري ځواکونو  په مدیترانه سمندر کې د ترکیې  د جنګي کښتۍ او چورلکو سره  ډیر قوي تطبیقات  او روزنیز  پروګرامونه  اجرا کړل. ترکي ځواکونو  ټولې نړۍ ته  خپل امکانات  او قابلیتونه وښودل.

د خبرترک ورځپاڼې « جیرارد ډیباردیو : غواړم د ترکیې تابعیت ترلاسه کړم »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د فرانسې  د سینما نامتو څیرې  جیرارد ډیبادریو  چې په ۲۰۱۳ کال کې د روسیې تابعیت  اخیستی وو ویلي دي چې  د اکتوبر په میاشت کې به ترکیې ته راشي.

هغه ویلي دي چې  د خپل دې سفر په ترڅ کې به د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره لیدنه وکړي  او د هغه نه به د ترکیې د تابعیت غوښتنه هم وکړي.

د ویلو ده چې  نوموړی  د روسیې او الجزایر تابعیتونه هم  لري.

د حریت ورځپاڼې  « د تیارو جامو سکتور د پاریس په ننداتون کې ګډون کوي  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د نساجۍ  سکتور ویلي دي چې  د پاریس  تر ټولو  په مهمو  د تیارو جامو په ننداتون کې به  ګډون وکړي. ویل کیږي  ترکیه به پدې ننداتون کې د ۲۹ شرکتونو سره  ګډون وکړي.

په خبر کې راغلي دي چې د ترکیې د نساجۍ سکتور  د ۲۰۱۸ کال په ۸ میاشتو کې  ۶۱۱ میلیونو ډالره  صادرات کړي دي. همداشان  تمه کیږي چې  د ۲۰۱۸ کال  تر پایه  صادرات  د یو میلیارد ډالرو نه واوړي.

د پاریس نندارتون  د سپټمبر په ۱۹ مه نیټه  د دریو ورځو لپاره جوړیږي.



اړوند خبرونه