د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1023001
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د صباح ورځپاڼې « د امریکا د ګواښونه د منلو وړ ندي »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې حکومتي سیستم  د پارلماني نه ریاستي ته د اوښتو نه وروسته  د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ  لومړنۍ د ملي امنیت د شورا غونډه جوړه شوه. د ملي امنیت د شورا د غونډې نه وروسته په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې « د امریکا متحده ایالتونو لخوا ترکیې  په مقابل کې  کارول شوې  د تهدید امیزه الفاظ  بې ادبي  ده او په هیڅډول د منلو وړ نده. »

د وطن ورځپاڼې  « ترکیې ته د مهم امریکايي چارواکي سفر » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د امریکا متحده ایالتونو د اروپا د ځواکونو او د ناټو د متفقو قوتونو قومندان ستر جنرال کورتیز سکپاروتي  د اګست په لومړنۍ نیټه  ترکیې ته راځي. نوموړی د ترکي مقاماتو سره  د سوریې په مسلې خبرې وکړي.

د ینې شفق ورځپاڼې  « د چین سترګې ترکیې بازارونو ته راوښتي »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکي پانګه والو  په چین کې  جوړ شوی  د جواهراتو  د نندارتون نه لیدنه وکړه. په خبر کې راغلي دي چې ترکي پانګه والو د نندارتون نه د لیدنې نه سربیره  د چین د اقتصادي چارواکیو سره هم  لیدنې کتنې کړي دي. چین ویلي دي چې غواړي  ترکیې بازارونو ته لار پیدا کړي. چین ویلي غواړي  چې د اروپا بازارونو ته د ترکیې له لارې  داخل شي.

د ینې شفق ورځپاڼې  په یو بل خبر کې  لیکلي دي چې  کوسووا خپل لومړنی د بادي انرژۍ ستیشن  په یو  ترکي شرکت وپلوره.

په خبر کې راغلي دي چې  پدې اړه  تړون لاسلیک شو. کوسووا  د کیتکا په نامه  د بادي انرژۍ د تولید  ستیشن  د ترکیې ګونیش  په نامه  په شرکت  وپلوره. یاد شوي شرکت  ویلي دي  په پام لري چې ددې ستیشن  نه  په کال کې  ۹۵ میلیونه او ۶۰۰ زره کیلوواټه برښنا ترلاسه کړي.

د سټار ورځپاڼې « پاموک قلعه ته د راغلو سیلانیانو شمیره ۷۸۰ زرو ته واوښته »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د دینیزلي ولایت والي  حسن قره خان  ویلي دي چې د ۲۰۱۷ په لومړنیو شپږ میاشتو کې د پاموک قلعه تورستیکې سیمې ته  ۵۵۳ زره تنه  راغلي وو چې  د ۲۰۱۸ کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې دې سیمې ته د راغلو سیلانیانو شمیره  د ۷۸۰ زرو تنو ته اوښتې ده .



اړوند خبرونه