د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د خبرترک ورځپاڼې « هر اړخیز اقتصادي ډیپلوماسي پیلیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د خزانې او مالیې وزیر برات البیرق وویل چې زمونږ هدف هیواد په خپلو خپو درول او د سالم اقتصادي پرمختګ دی. هغه وویل چې مونږ به هیڅوخت د بازارونو سره جګړه ونکړو. هر څه به د متقابلو ګټو په رڼا کې پرمخ یوسو. هغه وویل چې هر اړخیز اقتصادي ډیپلوماسي پیل کړې. هڅه کوو چې په اقتصادي مسلو کې هیڅوخت د نړۍ نه وروسته پاتې نشو. »
د سټار ورځپاڼې « د ترک جریان د نللیکې چارې په چټکۍ سره پر مخ روانې دي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د روسیې ګاز د ترکیې له لارې اروپا بازارونو ته انتقالوونکې د ترک جریان د نللیکې پروژه د ترکېې د قایي کوی سواحلو نه راتیره شوه. د نللیکې د غځولو چارې په چټکۍ سره دوام لري.
د سټار ورځپاڼې « انتالیا ته د هوايي لارو څخه د راغلو سیلانیانو په شمیره کې ۳۴ سلنه لوړوالی راغلی دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د روان میلادي کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې د تیر کال په پرتله د هوايي لارو څخه انتالیا ولایت ته د راغلو سیلانیانو په شمیره کې ۳۴ سلنه زیاتوالی راغلی دی. انتالیا ولایت ته په لومړنیو شپږو میاشتو کې ۶ میلیونه او ۱۹۹ زره او ۳۶۱ تنه سیلانیان راغلي دي.
د صباح ورځپاڼې « د کورنیو او بهرنیو سلانیانو نوی مرکز د اقچه کوجه ولسوالي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې په لویدیځه توره بحیره کې پروت د دوزجه ولایت د اقچه کوجه ولسوالۍ سواحل د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو په نوي مرکز بدل شوی دی. د سیمې طبعي ښکلا او بې نظیرو سواحلو د ټولو پام ځانته اړولی دی.
د ینې شفق ورځپاڼې « د جرمني لومړۍ وزیرې په خټه ترک فوټبالر اوزیل په اړه څرګندونې وکړې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د جرمني د ملي لوبډلې نامتو فوټبالر په خټه ترک مسعود اوزیل په جرمني کې د ښکار تبعیض له امله د ملي لوبډلې نه بهر شو.
د جرمني لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل د مسعود اوزیل د پریکړې په اړه وویل « د مسعود پریکړې ته درناوی لرم ځکه چې هغه ددې هیواد لپاره ډیر څه کړي دي.»