د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

999920
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د خبرترک ورځپاڼې  « نوی حکومتي سیستم  په عملي ډول پیلیږي »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکېې  د نوي حکومتي سیستم  په خاطر  د دویم ځل لپاره خپل انتخاب وکړ. ترکیې  چې  لومړی د ټولپوښتنې په ترڅ کې نوی حکومتي سیستم  په غوڅ اکثریت سره  قبول کړ  دا ځل يي ددې سیستم معمار  ولسمشر اردوغان یو ځل بیا  د ولسمشر په توګه د ټاکلو سره  نوي سیستم ته  لار  پرانیسته. نوی حکومتي سیستم به  د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون لخوا د رسمي پایلو د اعلانیدو نه وروسته په عملي کیدو پیل وشي. لومړی به رسمي پایلې اعلان شي . ملي شورا به په خپلو چارو پیل وکړي. ملي شورا  د رسمي پایلو د اعلانیدو نه درې ورځې وروسته ملي شورا لوړه کوي. همداشان  ولسمشر هم  د لوړې د کولو نه سمدلاسه وروسته  کابینه جوړوي  او په کار پيل کوي.

د صباح ورځپاڼې  « نړۍوالو ناظرینو  د ترکیې په ټولټاکنو کې د شفافیت له امله ډیره زیاته خوښي  څرګنده کړه  » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اروپا شورا د پارلمانونو مجلس هیت ریس اولینا ستنویک  د ترکیې نه  د ټولټاکنو نظارت ته ورته د بلنې ورکولو له امله  مننه وکړه.

هغه وویل چې  ډیرې مهمې  ټولټاکنې وې. په ټولټاکنو کې د ګډون کچه  ډیره زیاته لوړه وه. هغه ویلي دي چې  ددې ټولټاکنو  تر ټولو مهم  نقطه  لوړ ګډون وو. په ټولټاکنو کې پدې کچه ګډون  ددې هیواد او خلکو  په ډیموکراسۍ  باور  او د ډیموکراسۍ له پلوه د قوي کیدو  ښکارندويي کوي.

د ینې شفق ورځپاڼې  « ترکیې لویديځ ته  د ډیموکراسي په برخه کې سبق ورکړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې  د جون د ۲۴ مه د ولسمشرۍ او پارلماني ټاکنو کې  د ډیر پراخه ګډون  سره  اروپا ته  د ډیموکراسۍ  په برخه کې  سبق ورکړ. په ترکیه کې په ټولټاکنو کې د ګډون کچه  ۸۶ عشاریه ۸۰ سلنه وه.

د ویلو ده چې  د جرمني  لومړۍ وزیرې  انګیلا مرکل د ۲۰۱۷ کال د سپټمبر په ۲۴ مه نیټه په جرمني کې په پارلماني ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه  ۷۶ عشاریه ۲ سنله  تاریخي ګډون په توګه  یادونه کړې وه.

همداشان  په انګلستان کې په وروستیو ټاکنو کې د ګډون کچه  ۶۹ سلنه وه. په فرانسه کې د ۲۰۱۷ کال د مې په میاشت کې  د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ګډون  کچه  ۶۵ عشاریه ۳۰ سلنه وه. په یونان کې په ۲۰۱۵ کال کې په ټولټاکنو کې د ګډون کچه ۵۵ سلنه وه. دا هغه هیوادونه دي چې ځان  د دیموکراسي اصلي  ټاټوبي  بولي.

د وطن ورځپاڼې  « ټولټاکنو  او د فوټبال نړۍوال جام  د ګرځندوی په سکتور بده اغیزه نده کړې  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیه  تمه کوي  چې  سږ کال  ۴۰ میلیونو تنو سیلانیانو کوربه توب وکړي. همداشان د انتالیا ولایت بیا په یواځې ځان  ۱۴ میلیونه تنه سیلانیانو هدف ټاکلی دی.

د هیواد د ګرځندوی د سکتور  چارواکیو ویلي دي چې  ترکیې  د جون په میاشت کې د ګرځندوی په برخه کې ریکاټ  جوړ کړی دی. نوموړو ویلي دي چې په ترکیه کې ټولټاکنو  او د فوټبال نړۍوال جام  د ګرځندوی په سکتور هیڅډول بدې اغیزې ندي کړي. په خبر کې راغلي دي چې  د انتالیا ولایت  د جون د میاشتې تر نیمايي  د څه باندې  ۴ میلیونو تنو سیلانیانو کوربه توب کړی دی. انتالیا د ګرځندوی په برخه کې ۱۴ میلیونه تنه سیلانیانو هدف ټاکلی  چې د هرې ورځې په تیریدو خپل هدف ته نږدې کیږي.

د سټار ورځپاڼې « ترکي توغندي  د اف ۳۵ ډوله نوي نسل الوتکو نه وروسته په روسي جنګي الوتکو کې  ځای په ځای کیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، اذربایجان د ترکیې نه  د سوم  په نامه  توغندي  وپیرل .

د ویلو ده چې  د نوموړو توغندیو سیستم  د لومړي ځل لپاره د جون په ۲۶ مه نيټه په اذربایجان کې  په فعالیت پيل کوي.

همداشان  د اذربایجان وسله وال پوځ  به  د  پوځ د تاسیس د سلمې کلیزې په مراسمو کې  دا توغندي نندارې ته وړاندې کړي. اذربایجان په پام کې لري چې دا توغندي  په میګ ۲۱، میګ ۲۹ او سوخو ۲۵ دوله  جنګي الوتکو کې نصب کړي.

  



اړوند خبرونه