د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

978053
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د صباح ورځپاڼې  «  ولسمشر اردوغان په هیوادوالو ترکي لیرې په بهرنیو اسعارو مه بدلوۍ  غوښتنه وکړه »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د بهرنیو اسعارو پر وړاندې  د ترکي لیرو د ارزښت  د راټیټیدو په اړه  ارزونې وکړې. ولسمشر اردوغان  د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې  د روژه ماتي په پروګرام کې  د خپلې وینا په ترڅ کې وویل « زه ددې ځایه په خپلو ټولو هیوادوالو غږ کوم چې  لطفآ خپلې ځايي  او ملي پیسې  ترکي لیرې  په بهرنیو اسعارو مه بدلوئ. بهرني اسعار مه رانیسئ. خپلې ټولې راکړې ورکړې باید په ترکي لیرو  وکړو. دا زمونږ  ځايي، ملي او وطني  دنده  ده. دا د وطنپالۍ مسئولیت  دی. که چیرې  پدې  وخت  د خپلو ملي ارزښتونو او وطن نه  دفاع وکړو  ډیر روښانه راتلوونکی به زمونږ په انتظار کې وي. ترکیې  چې تر ننه پورې  هر مشکل په ګډه  سره  حل کړی دی  دا مشکل به هم  د الله په مرسته او د هیوادوالو په ملاتړ  حل کړو. »

سټار ورځپاڼې  « اردوغان : په مالي بازارونو کې  د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د ترکي لیرو ارزښت کمیدل  د ترکیې د اقتصادي حقیقتونو سره  سمون نلري » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پدې وروستیو ورځو کې  د ترکي لیرو په مقابل کې  د بهرنیو اسعارو او په ځانګړې توګه د ډالرو د قیمت  د لوړیدو په اړه ارزونې وکړې. هغه وویل چې  دا څپې  په اصل کې  د ترکیې د اقتصادي حقیقتونو سره  په هیڅډول  تطابق  نلري.

لکه څرنګه چې  ټول نړۍ شاهده  ده  ترکیې  تیر کال  ۷ عشاریه ۴ اقتصادي وده کړې ده  او سږ کال هم  دا وده  په همدې شان  دوام لري. د روان میلادي کال  په لومړنۍ ربع کې د ترکیې صادرات ۱۶۱ میلیاردو ډالرو ته رسیدلي دي او د کال تر پایه  به  ددې رقم  د دوو برابرو نه واوړي. سږ کال  ترکیه  د ۴۰ میلیونو تنو ګرځندویانو  کوربه توب ته  پوره تیاری  لري . تمه کیږي چې  د ګرځندوی د سکتور نه  ۳۰ میلیارده ډالره عواید ترلاسه کړو. د ترکیې بانکونه  د امریکا او اروپا د بانکونو نه  دوه برابره د قوي سرمایې خاوندان  دي.

د ترکیې عامه پورونه  د سرانه  عوایدو  چې  ۸ عشاریه ۴ تشکیلوي  د یو زیات شمیر پرمختللو هیوادونو  نه  کم  دي. پداسې  یوه تابلو کې څه ډول کیدای شي چې د ترکي لیرې  خپل ارزښت د لاسه ورکړي. د ارزښت د لاسه ورکولو پر ځای باید  لا زیات ارزښت  ترلاسه کړي.

د وطن ورځپاڼې « ترکیه د انرژۍ په برخه کې  مهم  ګامونه اوچتوي  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د ملي راډیو تلویزیون  ټي آر ټي سره  په ځانګړې مرکه کې  د انرژۍ په برخه کې  د اوچت شوو او اوچتیدونکو ګامونو په اړه معلومات ورکړل.

ولسمشر اردوغان وویل چې په نږدې راتلوونکې کې به په حقاري ولایت کې  د تیلو د پلټنو  ساحه  پراخه کړو. د اټومي انرژۍ د بټۍ  د جوړولو چارې په ګړندي توګه  دوام لري. انشاالله چې  د اټومي انرژۍ نورې بټۍ به هم  جوړې کړو. ولسمشر اردوغان وویل چې  ترکیې  د انرژۍ په برخه کې  د پاکۍ انرژۍ تولید ته  لومړیتوب ورکړی دی. د پاکې انرژۍ پروژو ته يي په اولویت کې  ځای ورکړی دی .

همداشان  د ترانس انادولو د ګازو نللیکې  چې  د ترکیې له لارې د اذربایجان  ګاز اروپا بازارونو ته  انتقالوي  چارې  په وروستۍ مرحله کې قرار لري. همداشان ترکیې د بادي انرژۍ د تولید په برخه کې هم  ډیر پرمختګ کړی دی.

د لمر د انرژۍ په برخه کې  د زر میګاواټه په ظرفیت  د  برښنا د تولید  ستیشن مو جوړ کړی دی.

د ینې شفق ورځپاڼې  « ایرانیان د رخصتیو په خاطر ترکیې ته ترجیح ورکوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د امریکا متحده ایالتونو لخوا  د ایران سره د لاسلیک کړي اټومي  تړون نه د وتو او پدې هیواد له سره  د اقتصادي بندیزونو د لګولو  د پریکړې نه وروسته  ایراني  ګرځندویانو مخه ترکیې ته راوښتې ده . په خبر کې راغلي دي چې  په ۲۰۱۷ کال کې ترکېې د دوه نیم میلیونو تنو ایراني ګرځندویانو کوربه  توب کړی وو.

ایراني ګرځندویان چې د امریکا  د بندیزونو له امله  امریکا او اروپا ته  تللی نشي  ټول پام يي ترکیې  ته راوښتی  دی.

په خبر کې راغلي دي چې ایراني ګرځندویان  د لویدیځوالو ګرځندویانو په پرتله  ۳۵ نه تر ۴۰ سلنه پورې ډیرې پيسې په مصرف رسوي. د روان کال په لومړنۍ ربع کې  ۷۳۸ زره ایراني ګرځندویان ترکیې ته راغلي دي.

 



اړوند خبرونه