د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

976248
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د صباح ورځپاڼې  « اردوغان : په بیت المقدس کې د خپلو حقونو نه به هیڅوخت لاس په سر نشو »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د عدالت او پراختیا ګوند په مرکز کې  د سفیرانو سره په روژه ماتې کې لیدنه وکړه. ولسمشر اردوغان  دلته د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې  په بیت المقدس کې به د خپلو حقونو نه هیڅوخت هم  لاس په سر نشو.

د عالم اسلام  په لومړنۍ قبله بیت المقدس کې  د لسګونو کلونو رهیسې  د بې ګناه انسانانو وینې او اوښکې تویږي. مونږ  دا سیمه  د یو یرغلګر دولت چې د بې ګناه انسانانو په وینو تغذیه کیږي  انصاف ته  پریښودی نشو.

د وطن ورځپاڼې « نړۍوال سوداګریز سازمان ته به عریضه وکړو »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، امریکا متحده ایالتونو  په فولادو او المونیم  د اضافه مالیې لګولو په برخه کې ترکیې هم په لست کې شامل کړې ده .

د ترکیې د اقتصاد مرستیال وزیر فاتح متین د امریکا متحده ایالتونو په پلازمینه واشنګټن کې  د حزر د سیاستونو د مرکز لخوا جوړه شوې  د ترانس حزر ۲۰۱۸ کال په غونډه کې  د ګډون سره  د ترکیې او امریکا د اقتصادي اړیکو په اړه  معلومات ورکړل.

هغه  دلته وویل چې   امریکا  په ترکیې هم   په فولادو او المونیمو  د اضافه مالیې لګولو پریکړه کړې ده . هغه وویل که چیرې امریکا  پدې برخه کې ترکیې په ګټه کوم بدلون رانولي  لومړی  به  نړۍوال اقتصادي سازمان  ته مراجعه وکړو او وروسته به ترکیه هم  متقابل تدابیر ونیسي. مونږ  د امریکا  د ځواب په تمه یو.

د سټار ورځپاڼې  « په ترکیه کې د اوبو نه د برښنا د تولیداتو کچه لوړه شوې  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي ، په ترکیه کې  تیره اوونۍ  د برښنا په تولید کې  د ګازو مصرف  تر هر وخته  راټیټ شو. ویل کیږي  په ترکیه کې د اړتیا وړ برښنا د تولید په برخه کې  د ګازو مصرف  ۲۱ سلنه راټیټ شوی  او په مقابل کې د اوبو نه د برښنا د تولید کچه  لوړه شوې ده . د ویلو ده چې ترکیه د اړتیا وړ برښنا  د چا خبره نیمايي  د ګازو نه تولیدوي.

د بله پلوه  په هیواد  کې د وارداتي  ډبرو سکرو نه د برښنا د تولید کچه هم  ۲۲ سلنې ته  رسیدلې ده. د هیواد د انرژۍ متخصصینو ویلي دي چې  د ډبرو سکرو نه  د برښنا د تولید کچه  د پام وړ لوړه شوې .

د خبرترک ورځپاڼې  « د استانبول نه په ۴ میاشتو کې  ۳۲ میلیونه تنه مساپرو الوتنه کړې  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د هیواد د هوايي دګرو د چارو ریاست  د شمیرو له مخې  د روان میلادي کال په لومړنيو څلورو میاشتو کې د استانبول د اتاترک او صبیحه ګوکچن د هوايي دګرونو نه  تر ۳۲ میلیونو تنو ډیرو مساپرو الوتنه کړې ده . په راپور کې راغلي دي  چې  سږ کال  د تیر کال په پرته  ۴ میلیونه او ۸۴۵ زرو تنو لا زیاتو مساپرو  د نړۍوالو سفرونو په برخه کې استانبول هوايي ډګرونو ته ترجیح ورکړې ده .

ویل کیږي پدې څلورو میاشتو کې  د استانبول د هوايي دګرونو نه  ۲۲۰ زره او ۷۴۶ الوتکو الوتنې کړي دي.

د ینې شفق ورځپاڼې  « په ترکیه کې د اروپا لپاره موټرې تولیدیږي  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې د موټرو د تولیدونکو مهمو شرکتونو نه  د جاپان د هونډا  شرکت  د انګلستان، ایرلنډ او قبرس  د بازارونو لپاره  په ترکیه کې  ښي اشترنګ نوې ماډل  سیویک  په تولید پیل وکړ. په خبر کې راغلي دي چې د نوي ماډل  سیویک  موټرو  ټول ازمایښتونه په ترکیه کې  ترسره شوي دي.



اړوند خبرونه